جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهساینسپوهانو یوه ستره ځمکه موندلې او وايي چې ممکن د ژوند کولو...

ساینسپوهانو یوه ستره ځمکه موندلې او وايي چې ممکن د ژوند کولو وړ وي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) ساینسپوهانو یوه ستره ځمکه یا “زبرځمکه” موندلې چې ښایي د ژوند لپاره مناسبه وي. دا سیاره د خپل ستوریز نظام په مدار کې، چې لمر ته ورته دی، څرخي او له ځمکې څخه ۲۰ نوري کاله لیرې ده.

دا “زبر ځمکه” چې د «اچ‌ډي ۲۰۷۹۴ ډي» په نوم یادیږي، د ځمکې د جرم شپږ چنده اندازه لري او د خپل سیاره يي یا ستوریز نظام د استوګنې وړ سیمه کې موقعیت لري. دا سیمه له یوه ستوري څخه مناسب واټن ښيي، چې له امله یې هره سیاره چې پکې وي، امکان لري چې مایع اوبه ولري، چې د ژوند د جوړیدو لپاره یو مهم عنصر ګڼل کیږي.

البته، «اچ‌ډي ۲۰۷۹۴ ډي» د دې پر ځای چې د خپل ستوري شاوخوا دایروي مدار ولري، بیضوي مدار لري، نو له همدې امله یې واټن له ستوري سره د بدلون په حال کې دی. دا موضوع د دې سبب کېږي چې په پوره باور ونه ویل شي چې آیا دا سیاره د ژوند لپاره مناسبه ده که نه.

د «اچ‌ډي ۲۰۷۹۴ ډي» لومړنۍ نښې په ۲۰۲۲ کال کې وموندل شوې، کله چې د آکسفورډ پوهنتون د فزیک څانګې څیړونکی مایکل کریتینیې د چیلي په لا سیلا ترویتون کې د لوړ دقت لرونکي spectrometer د آرشیف شوي معلوماتو څیړنه کوله او یو ځانګړی سیګنال یې وموند.

یوې نړیوالې څیړونکې ډلې د شل کلونو مشاهدې تحلیل کړې تر څو دا کشف تائید کړي. اوس «اچ‌ډي ۲۰۷۹۴ ډي» د هغو سیارو ډلې ته ور اضافه شوې چې د استوګنې وړ سیمه لري.

هغه سیارې چې د یوه ستوري شاوخوا څرخي، له لمر هاخوا سیارې بلل کیږي. اټکل کیږي چې یوازې زموږ د کهکشان (شیدو لارې) په دننه کې لږ تر لږه یو ټریلیون لمرهاخوا سیارې موجودې وي.

تر اوسه، ځمکې ته ورته ډېری سیارې، سره له دې چې د ژوند د شتون لومړني شرایط یې درلودل، د ساینسپوهانو له څیړنې څخه ایستل شوې دي، ځکه یا خو یې تودوخه ډېره زیاته ده، یا یې اتوموسفیر دومره اسیدي دی چې هر ډول ژوند پکې ناشونی دی.

2 COMMENTS

  1. دغه هیلې به دوی جهنم ته یوسي. دغه د بشریت او انسانیت دښمنه کپیټالیستي پوهان دي سي په دغو حلوا نارو وهلو خولې خوږوي. انسان الله جلاالله ځمکې ته را استولی او د ځمکې د ابادۍ لپاره خو دریغه انسانه نه وحشي ځناور هم رحم او عاطفه لري.په دغه ځمکه کې به دغه خدای دښمنه انسانان مرداریږي او له دغې ځمکې د محشر بیا جهنم ته سره له منافقو جهادي سوډرانو سي دغو د بشریت او انسانیت دښمنانو ته یې کتابیان ویل یو ځای ذلیله ځي.

  2. پدې ته وائی په علمی ډګر کی تکنولوژیکی لاپی شاپی او باټی.
    دا ایډه آله سیاره زموږ څخه شل نوری کلونه فاصله لری.
    بشر که وغواړی هم نه شی کولای هغه ځای ته سفر وکړی ځکه بشری بدن دومره توان نلری چی شل کلونه د نور په سرعت حرکت ته ادامه ورکړی.
    د نننی بشر لوی هنر به دا وی چی همدا خپله ښکلې د مځکی کُره د آفاتو او فسادونو څخه وژغوری.
    نن سبا حتی په ډیرو علمی محافلو کی سپوږمۍ ته د انسان د ۶۰ می لسیزی سفر د تمسخر او تردید وړ ګرځیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب