(لومړۍ برخه)
سریزه:
متلونه هغه مؤجز، با مفهومه او لنډ جملات دي چی د انساني ژوندانه یو لوی ټولنیز او یا فردي مفهوم په کې نغښنې وي، چې د یوه قام یا ملت د تجربو زیږنده او د هغوی د تمدن او کلتور منعکس کوونکی وي.
په متلونو کې د یوه قام یا ملت د ژوندانه عیني واقعیتونه منعکس شوي وي او په تاریخي لحاظ، د هغه قام یا ملت ژور تاریخي هویت څرگندوي.
د انسان له پیچلي ژوندانه څخه دا جوته ده چې بني آدم د خپلې بقا او د ژوندانه د تنظیم له پاره اړ ؤ چې ټولنیز ژوند ته مخه کړي، نو د تکامل په مختلفو پړاونو کې یې د ټولنیز ژوند د نظم او د خپلو حقونو د ساتني له پاره څلور ډوله قواعد تجربه کړي دي (دینی، اخلاقی، دودیز او حقوقي قواعد)
دودیز یا تعاملي قواعد؛ د هغو قواعدو مجموعه ده چې په نا مدون ډول د یوې ټولنې د تنظیم له پاره په تدریج او په تکرار سره رامنځ ته کیږي؛ او د هغه اجرایي ضمانت په خپله خلک دي.
اما؛ دلته دا ټکي باید له یاده و نه باسو چې دود یا عرف د الزام له اړخه په دوو ډلو ویشل کیږي: چې یوه ډله یې هغه قواعد دي چې په الزامي ډول او له مؤیداتو او اجرایی ضمانتونو سره مله وي، چې هغه ته مجاملاتی قواعد (Customary Law) ورته ویل کیږي، او دوهم ډول بیا هغه دودونه دي چې الزامي بڼه نه لري اما د هغو معنوي ارزښت د ټولنو د سمون له پاره ارزښتمن وي او خلک ورڅخه د خپلو کړنو د توجیه او مشروعیت له پاره ترې گټه پورته کوي؛ چی ورته غیر الزامي عرف (informalnorms) وايي.
متلونه له دوهمې ډلې څخه شمیرل کیږي، چې د ادبي او هنري ارزښت تر څنگ د ټولنو د تفکر او فرهنگي جوړښت عناصر هم په کې نغښنې دي.
په پښتنې ټولنه کې هم متلونه چې د هغوی د زرگونو کالونو د هویت او تاریخ اواجتماعی ژوندانه محصول دي، د مؤجزو او لویو مفاهیمو په درلودو سره هغه کلامونه دي چې د دې ټولنې د فردي او ټولینز ژوند هینداره یې گڼلې شو.
په پښتو ملتونو کې یا په صریح او واضح ټکو او یا هم په کنایهوي ډول د ژوندانه د بیلابیلو اړخونو بیان شته، چې یوه برخه یې له حقوقي مفاهیمو سره اړخ لگوي چې په دې لیکنه کې به په اختصار سره ورته کتنه وکړو.
د یادوني وړ بولم هغه متلونه چې له حقوقي مفاهیمو او قواعد سره تطابق مومي په دوو دلایلو د اعتبار وړ دي: لومړی دا چې په تاریخي لحاظ اکثر له قدامت څخه برخمن دي او دوهم دا چې دا په مستقیم ډول د ټولنې محصول دی نه د حاکمه هیأت د ارادې محصول.
له نیکه مرغه پښتو متلونه چې د افغانانو د فرهنگ یوه لویه پانگه ده، د مختلفو پوهانو له خوا راټول او خپاره شوې دي او د ژوندانه له مختلفو اړخونو سره به یې ښایي پرتلیزې لیکنې هم ورباندی شوي وي، خو د متلونو او حقوقی مفاهیمو ترمنځ مقایسوي او تطبیقی ارزونه تر اوسه نه ده شوې او یا حداقل ما نه ده لیدلې. د همدې اړتیا او د دې له پاره چې پښتنې ټولنه؛ د یوې متمدنې او بډایې ټولنې په توگه د بشریت د کورنۍ یوه برخه ده؛ او په دې باوري ده چې یوه متمدنه ټولنه هیڅکله بقا نه لري مگر دا چې د نورو تمدني ارزښتونو تر څنگ د قانون پر حاکمیت باور ولري او هغه لا هم غښتلې کړي.
نو؛ لازمه مې وگڼله چې په لنډه توگه پښتو متلونه او حقوقي قواعد سره په پرتلیزه توگه سره وگورو؛ هیله ده چې د راتلونکو څیړنو له پاره یو اساس وگرځي.
په همدی هیله
ن. ستانکزی
۱ – د حق لغوي مانا:
د حق له پاره له لغوي اړخه ډول ډول ماناوې کارول کیږي؛ چې یو له هغو څخه حق د خدای د نوم په مانا ده؛ او همدا شان په قرآن کریم کې د نور د سورې په ۲۵ آیت کې خدای پاک د ښکاره حق په توگه بیان شوی دی؛ د دې آیت ژباړه داسې ده: «او پوهیږئ چې خدای هغه ښکاره حق دی.»
پورتنۍ څرگندونې په دغه پښتو متل کې داسي بیان شوي:
«خدای د حق ملگری دی.»
او یا دا چې د خدای یو نوم حق دی، په یوه بل پښتو متل کې داسي راغلي دي: «حق د خدای نوم دی.»
۲ – انساني برابري:
د حقوقو له اصلي اصولو څخه یو هم د انسانانو برابروالی دی. دا اصل د حقوقو بنسټ جوړوي او د دغه اصل پر بنا ټول حقوقي قواعد وضع کیږي. د ساري په توگه د ۱۹۴۸ کال د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه دغه اصل په خپله لومړنۍ ماده کې داسي بیانوي: «ټول انسانان آزاد پیدا شوي او د حیثیت او حقوقو له پلوه له یو بل سره برابر دي. هغوی د عقل او وجدان لرونکي دي او باید له یو بل سره د ورورولۍ په روح کې چلند وکړي.»
دغه بشری حقوقی اصل په یوه پښتو متل کې داسی منعکس شوی دی:«موږ ټول د یوه لاس گوتې یو.»
۳ – د ښځو او نارینهوو ترمنځ برابروالی:
په حقوقو کې د جنسیت پر بنسټ نابرابري د منلو نه ده؛ په همدی وجه هم ده چې په ډیرو نړیوالو تړونونو کې دې اصل ته پاملرنه شوې ده، د هغو له منځه د مدني او سیاسي حقوقو کنوانسیون ۱۹۶۶ او د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري کنوانسیون ۱۹۶۶؛ دواړو په خپلو درېیمو مادو کې په ورته متن سره دا اصل داسي بیان کړی دی:«دولتونه باید د ښځو او نارینه وو له پاره د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقوقو مساوي خوندیتوب تضمین کړي.»
دغه اصل د پښتو په یوه متل کې چې له مدونه او موضوعه حقوقو څخه ښایي زرگوته کاله قدامت ولري، په ښکلې انداز سره داسي بیان شوی دی «هسې مه کوه انسانه چې زوی گران کړې او لور ارزانه.»
۴ – د بیان ازادي:
په نننۍ نړۍ کې له اصلي او بنسټیزو بشري حقوقو څخه یو د بیان آزادي ده چې په گڼ شمیر ملي او نړیوالو معتبرو تقنیني اسناد کې تضمین شوې ده.
د مثال په توگه د ۱۹۶۶ کال د مدني او سیاسي حقوقو کنوانسیون په ۱۹ ماده کې دا حقوق په دریو برخو ویشل شوي دي: لومړی دا چې د نظر آزادي له هر ډول لاس وهنی څخه آزاده ده، دوهمه برخه د معلومات لټون، تر لاسه کول او شریکول او دریمه برخه د دغه حق په استعمال کې محدودیت او هغه دا چې د دې حق استعمال باید نورو ته زیان و نه رسوي، عامه نظم او امنیت ته گواښ رامنځ ته نه کړي او د کرکې او تاوتریخوالو نه خپرول.
دغه حق هم په یوه پښتو متل کې په ساده الفاظو داسي بیان شوی دی: «په پټه خوله څه نه کیږی.»
په نننۍ نړۍ کې یو د اصلی او بنسټیزو بشري حقوقو څخه د بیان آزادي ده چې په گڼ شمیر ملي او نړیوالو معتبرو تقنیني اسناد کی تضمین شوې ده.
د مثال په توگه د ۱۹۶۶ کال د مدني او سیاسي حقوقو کنوانسیون په ۱۹ ماده کې دا حقوق په دریو برخو ویشل شوي دي: لومړی دا چې د نظر آزادي له هر ډول لاس وهنې څخه آزاده ده، دوهمه برخه د معلوماتو لټون، تر لاسه کول او شریکول او درېیمه برخه د دغه حق په استعمال کې محدودیت او هغه دا چې د دې حق استعمال باید نورو ته زیان و نه رسوي، عامه نظم او امنیت ته گواښ رامنځ ته نه کړي او د کرکې او تاوتریخوالو نه خپرول.
دغه حق هم په یوه پښتو متل کې په ساده الفاظو داسي بیان شوی دی: «په پټه خوله څه نه کیږی.»
( نور بیا)