Homeخبرونهاروزګان کې د لاسي بم چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل

اروزګان کې د لاسي بم چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د کچقین په اړوند سیمه کي یوه کورته د لاسي بم د غورځېدو له کبله څلور کسان ټپیان شوي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي،یوه کس د کور د بام له لارې د بخارۍ له نل څخه کوټې( خونې ) ته دننه لاسي بم غورځولی، چې په کې ناست څلور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې پېښه کې د لاس لرلو پر تور «یو شمېر کسان» نیول شوي، چې له پلټونو وروسته به «عدلي ارګانونو» ته وسپارل شي.

د دې پېښي انګېزه تر دا مهاله معلومه نده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...