پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Homeخبرونهپاکستان ته د طالبان غبرګون؛ افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي

پاکستان ته د طالبان غبرګون؛ افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او هیڅ چاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کیږي.

حمدالله فطرت دغه خبرې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو په ځواب کې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (چهارشنبه) ادعا کړې وه، چې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د پاکستان د امنیت لپاره اندېښنې رامنځته کړي.

نوموړي ویلي وو، چې دغه وسلې د ځینو ډلو له لوري پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ وضعیت په دې وروستیو کې سخت ترینګلی شوی او وخت ناوخته د دواړه لوریو ترمنځ نښتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب