تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】د امریکا فدرالي هوایي چلند ادارې ویلي، چې د امریکن ایرلاینز یوه الوتکه واشنګټن ډي سي رونالډ ریګن ملي هوایي ډګر ته نېږدې له یوې چورلکې سره ټکر کړی دی.
امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې الوتکه له ټکر وروسته پوټومک سیند کې غورځېدلې او د لټون او ژغورنې کښتۍ سیمې ته استولې دي.
د امریکن ایرلاینز شرکت ویلي چې، دغه الوتکه کې ۶۴ کسان سپاره وو.
که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی مالوم خو د رویټرز د راپور لمخې، د ګڼو کسانو جسدونه له اوبو را ایستل شوي او تر دې مهاله کوم کس ژوندی نه دی را ایستل شوی.
راپور کې راغلي چې، په بلک هاک پوځي چورلکه کې هم درې کسان سپاره وو.
سرچینې ویلي، چې د دې پېښې له امله واشنګټن ډي سي هوايي ډګر کې الوتنې ځنډول شوې، څو بېړني ټیمونه پېښې ته رسېدنه وکړي.
امریکا کې د ملکي او نظامي الوتکو د ټکر او نسکورېدو د پېښو خبرونه وخت نا وخت ورکول کېږي، چې مالي زیان تر څنګ مرګ ژوبله هم ځان سره لري.