پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Homeخبرونهجلا وطنه افغان ښځینه کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

جلا وطنه افغان ښځینه کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】جلا وطنه افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د اسټرالیا په ملبورن کې له یوې ځایي لوبډلې سره ۲۰ اوریزه سیالي ترسره کړه، چې په پایله کې له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه چې نن پنجشنبه ترسره شوه پکې تر ټولو زیاتې ۴۰ منډې شازیه ځاځۍ ترسره کړې.

د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله په اسټرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده.

دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له هېواد څخه تر وتلو وروسته په یوه لوبډله کې یوځای کېږي.

د دې لوبډلې نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسيږي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو لوبډلې د لوبې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.

د کابل ښار اوسیدونکې طوبی سنگر، چې د افغانستان د کرکټ بورډ (ACB) پخوانۍ کارکوونکې وه او د ښځو د کرکټ پروګرام ته یې وده ورکوله، پرون (چهارشنبه) یې رویټرز خبري اژانس ته په افغانستان کې د ښځینه کرکټرانو د خاطرو په اړه وویل، چې لوبغاړو به خپل نوي بېټونه او د کرکټ سامانونه یو بل ته ښودل.

هغې زیاته کړې:«په افغانستان کې د کرکټ لوبه اسانه نه وه. خو موږ واقعاً ډېرې هیلې لرلې چې دې لوبې ته وده ورکړو او په نړیواله کچه سیالي وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب