تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】د امریکا نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د دغه هېواد دفاع وزارت او د کورني امنیت وزارت ته امر کړی، چې په ګوانتانامو زندان کې د ۳۰ زره ناقانونه کډوالو لپاره ځای جوړ کړي.
رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې کیوبا کې د امریکا دغه پوځي اډه وار دمخه د ترهګرو له زندانه جلا د کډوالو د نیولو مرکز لري.
خو د پولو په برخه کې د ټرمپ سلاکار ویلي چې دغه مرکز به نور هم پراخ کړای شي.
د ولسمشر ټرمپ په خبره، دغه مرکز ته به “تر ټولو سخت مجرم کډوال” چې امریکا ته ګواښ پېښوي ولېږدوي.
ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ د “لیکن رایلي” قانون لاسلیک کړ چې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروسه آسانوي.
هغه د دې قانون د لاسلیک کولو په مراسمو کې په سپینه ماڼۍ کې وویل: “موږ به هغوی ګوانتانامو ته واستوو.” خو هغه د خپل تصمیم په اړه نور وضاحت ورنکړ.
د متحده ایالاتو پوځي اډه په ګوانتانامو کې مخکې د بندیانو د ساتلو لپاره، چې ترهګر هم پکې شامل وو، کارول کېده.
ټرمپ د “لیکن رایلي” قانون د یو “تاریخي قانون” په توګه یاد کړ او ویلي یې دي، چې د دې قانون له مخې، هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې غیرقانوني موجودیت لري او د غلا او تشدد په جرمونو تورن دي، حتی د محکمې تر فیصلې مخکې باید ونیول شي او اخراج شي.
دا قانون د ۲۲ کلنې روغتیا د برخې د زده کوونکې لیکن رایلي په نوم نومول شوې ده. رایلي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د قدم وهلو لپاره وتلې وه، چې د ونزویلا یې تبع ایبارا له خوا چې امریکا کې ناقانونه اوسېده ووژل شوه.
ایبارا په نومبر ۲۰۲۴ کې مجرم وپېژندل شو او د ژوند تر پایه د زندان پرېکړه پرې وشوه.
ټرمپ داسې مهال دا پرېکړه کړې، چې د لوړې له مراسمو سره سم یې امریکا کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو فرمان لاسلیک کړ.
نوموړي دغه راز د هغو کډوالو پروسه هم وځنډوله چې د ویزو په انتظار وو.