پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+علي بابا هم خپل مصنوعي ذهانت وړاندې کړ

علي بابا هم خپل مصنوعي ذهانت وړاندې کړ

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) د چین «علي بابا» نن هم د خپل مصنوعي ذهانت نوي ماډل «کوین ۲.۵» (Qwen ۲.۵) نندارې ته وړاندې کړ او ادعا یې وکړه چې دا ماډل له «دیپ‌سیک-وي۳» (DeepSeek-V۳) څخه غوره دی.

د علي بابا شرکت دا ادعا وروسته له دې وکړه چې د دغه هیواد د «دیپ‌سیک» (DeepSeek)  په وروستیو کې یې پراخ شهرت ترلاسه کړی او نوي سیالۍ ته یې لار هواره کړې.

د قمري نوي کال په لومړۍ ورځ، چې ډېری چینایان یې له خپلو کورنیو سره په رخصتۍ تېروي، د «Qwen ۲.۵-Max» خپرېدل دا ښیي چې د «دیپ‌سیک» چټک پرمختګ نه یوازې بهرني سیالان، بلکې کورني سیالان هم تر فشار لاندې راوستي دي.

«علي بابا» په خپل رسمي «وي‌چټ» کې په خپره شوې خبرپاڼه کې د «اوپن‌اې‌آی» (OpenAI) او «مټا» (Meta) پرمختللي متن-اډې ماډلونو ته په اشارې ادعا کړې چې: «کوین ۲.۵» (Qwen ۲.۵-Max) تقریباً په ټولو برخو کې له «جي‌پي‌ټي-۴او» (GPT-۴o)، «دیپ‌سیک-وي۳» (DeepSeek-V۳) او «لاما-۳.۱-۴۰۵B» (Llama-۳.۱-۴۰۵B) څخه غوره فعالیت لري.

له بلې خوا، د «دیپ‌سیک» د مصنوعي ذهانت مرستیال، چې د «دیپ‌سیک-وي۳» پر بنسټ ولاړ دی، د جنورۍ په ۱۰مه (د مرغومي ۲۱مه) خپور شو، او د جنورۍ په ۲۰مه (د سلواغې ۱) د «R۱» ماډل معرفي کېدو د «سیلیکان‌ویلي» ته سخت ټکان ورکړ او د انویدیا (Nvidia) په ګډون د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو د ونډو ارزښت یې ټیټ کړ.

د چینایي سټارټ‌اپ د جوړولو ټیټ لګښتونه د پانګوالو لپاره د حیرانتیا وړ وو، او هغوی یې دې ته اړ کړل چې د امریکایي شرکتونو د مصنوعي ذهانت د لوړو لګښتونو د بیا ارزونې په اړه فکر وکړي.

سره له دې، د «دیپ‌سیک» بریا د کورنیو سیالانو ترمنځ سخته سیالي راوپاروله، څو خپل ماډلونه لا پرمختللي کړي.

د «دیپ‌سیک-آر۱» (DeepSeek-R۱) له معرفي کېدو دوه ورځې وروسته، د چینایي شرکت «بایت‌دنس» (ByteDance) چې د «ټیک‌ټاک» (TikTok) مالکیت لري، خپل د مصنوعي ذهانت پرمختللی ماډل وړاندې کړ، او ادعا یې وکړه چې دا ماډل د «AIME» بنچمارک په ازموینه کې، چې د مصنوعي ذهانت د ماډلونو د پیچلو کمانډونو د درک وړتیا ارزوي، له «o۱» ماډل (د اوپن‌اې‌آی) څخه غوره فعالیت لري.

«دیپ‌سیک» د چین لومړنی متن-اډې مصنوعي ځیرکتیا (ذهانت) ده، چې د ویب نسخې، د «ګوګل پلې» او «اپل سټور» له لارې وړیا خپور شو او ډېر ژر یې پراخ شهرت وموند. دا نوښت ښيي چې د مصنوعي ذهانت په برخه کې د نړۍ ځواکمن هېوادونه سخت رقابت کوي.

د «دیپ‌سیک» چټک فعالیت او وړیا والی د دې لامل شوی چې دا مصنوعي ځیرکتیا ډېر ژر د کاروونکو په منځ کې مشهوره شي او یوازې په لنډه موده کې یې د امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو د ارزښت شاوخوا یو تریلیون ډالره کم کړي.

د «بي‌بي‌سي» د راپور له مخې، دا مصنوعي ذهانت په لنډ وخت کې تر ټولو ډېر کارول شوی اپلیکیشن شو، نه یوازې په امریکا او چین، بلکې په نورو هېوادونو کې هم. دا چاره د چین د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.

ډیپ سیک د امریکا د نویډیا له چیپونو په استفادې د مصنوعي ذهانت سیستم جوړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب