تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) ټاکل شوې ده چې په استرالیا کې د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله، دغه هیواد ته له کډوالېدو وروسته په لومړي ځل د مسابقې لپاره میدان ته راووځي.
د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس دوشنبې په ورځ په ملبرن کې ویلي و چې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې لپاره یې د یوې سیالۍ تابیا کړې ده.
د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې په استرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، نن (پنجشنبه) سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي.
دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي.
د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي.
د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو د ټیم د مسابقې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.
ده هیله څرګنده کړه چې دا مسابقه به افغان لوبډلې ته د نورو مسابقو لاره هواره کړي.
د کابل ښار اوسیدونکې طوبی سنگر، چې د افغانستان د کرکټ بورډ (ACB) پخوانۍ کارکوونکې وه او د ښځو د کرکټ پروګرام ته یې وده ورکوله، پرون (چهارشنبې) رویټرز خبري اژانس ته په افغانستان کې د ښځینه کرکټرانو د خاطرو په اړه وویل چې لوبغاړو به خپل نوي بېټونه او د کرکټ سامانونه یو بل ته ښودل.
«په افغانستان کې د کرکټ لوبه اسانه نه وه. خو موږ واقعاً ډېرې هیلې لرلې چې دې لوبې ته وده ورکړو او په نړیواله کچه سیالي وکړو.»