تاند(چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له امریکايي ځواکونو څخه په افغانستان کې پاته شوې وسلې د پاکستان د امنیت او اتباعو لپاره مستقیم ګواښ وبللې.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت دا خبره وروسته له دې وکړه چې روانه میاشت د امریکا نوي ولسمشر دونالډ ټرمپ تر لوړې یوه ورځ وړاندې وویل چې امریکا به له افغانستانه خپلې وسلې بېرته واخلي.
شفقت علي خان نن (چهارشنبې) وویل چې دا پرمختللي وسلې د پاکستان امنیت او وګړو ته مستقیم ګواښ پېښوي، ځکه چې ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه منع شوی تحریک طالبان پاکستان (TTP)، له دغو وسلو څخه د پاکستان دننه د بریدونو لپاره کار اخلي.
هغه وویل: «په افغانستان کې د پرمختللو وسلو موجودیت د پاکستان او د هغه د وګړو لپاره د ژورې اندېښنې وړ مسئله ده. موږ په وار وار د کابل له ادارې غوښتنه کړې چې ټول لازم تدابیر ونیسي، ترڅو دا وسلې د ناسمو خلکو لاس ته و نه لویږي.»
شفقت علي خان زیاته کړه چې د دې غوښتنې هدف په پاکستان او سیمه کې د سولې ټینګښت دی.
ده وویل، پاکستان دا موضوع بیا بیا له ډیپلوماټیکو لارو مطرح کړې، ټینګار یې کړی چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د افغان چارواکو لهخوا د سمدستي اقداماتو اړتیا ده، ترڅو دا وسلې ترهګرو ډلو ته و نه رسیږي.
د طالبانو حکومت د وسلو د ورسپارلو په اړه د ټرمپ غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې امریکا د پاتې وسلو د بېرته اخیستو پر ځای، باید طالبانو ته نورې پرمختللې وسلې ورکړي، چې دوی د داعش (ISIS-K) پر ضد په جګړه کې لا ځواکمن شي.
پاکستان د نولس سوه اتیایمې او د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پای کې له هغه نفوذ څخه په استفادې، چې د افغان مجاهدینو په تنظیمونو کې یې درلود، د شوروي اتحاد له پوځ څخه پاتې وسلې ویجاړې کړې.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په کلونو کې هم پاکستان په ځلونو له امریکايي پوځیانو وغوښتل چې د افغانستان پوځ ته درنې او نورې داسي وسلې ورنه کړي چې دا هیواد یې د بل هیواد پر ضد وکارولی شي.
افغانستان او سيمې ته د پاکستان اټومي ګېدل يو ښکاره ګواښ دی. له کله چې راهيسې چې پاکستان اتومي شوی، نو بې ثباتي هم زياته شوې ده او پاکستان د نطامي پراختيا غوښتنې سياست مخته وړي.
دروغ وایی له امریکا څخه پیسو اخیستو ته یی لار جوړه کړی غواړی هغومره پیسی یی چی ددی وسلو په راوړلو ترلاسه کړی داځل یی بیرته په ایستلو ترلاسه کړی کاپر د انګریز حرمونی دی دسی چلونه یی زده دی چی د شیطان ندی زده . د انګریز حرمونی داسلام پرده په مخر اچولی افغانستان یی تباه کړ.
نړۍ باید د پاکستان اتومي تولیداتو باندې او په ځانګړۍ ډول لیري واټن ویشتونکو توغندیو باندې بندیز ولګوی ځکه دا د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی او کچیري نړیوال دامهار نکړی نو کیداي شي همدا وسلی د داعش لاس ته ورشي چې سیمې ، ګاونډیانو او په ځانګړی ډول پخپله امریکا او اروپا او منځنۍ آسیا ته خطرزنګ ده