پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کمال خان بند تخنیکي...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کمال خان بند تخنیکي بدلون ته اړتیا لري

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د کابل له سفره وروسته وویل چې د کمال خان بند تخنیکي بدلونونو ته اړتیا لري، ترڅو ایران ته د اوبو بهېدو ته لاره جوړه شي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي عراقچي د چهارشنبې په ورځ همداراز وویل چې د ایران ملي ګټې د افغانستان له مسئلو سره «تړلې» دي.

ده همداراز وویل: «افغانستان یو ډېر مهم ګاونډی دی او زموږ دواړو هیوادونو په اړیکو کې ډېرې مهمې ملي ګټې شته، له اوبو نیولې تر هغو افغان اتباعو پورې چې په ایران کې دي، د سرحدونو امنیت، د افغانستان داخلي امنیت، د شیعه ګانو امنیت، زموږ د سوداګرۍ امنیت چې د پام وړ دی، د نشه يي توکو موضوع، تکفیري ترهګریزې ډلې او داعش چې په افغانستان کې لږ و ډېر لیدل کېږي، او د فارسي ژبې مسله.»

عباس عراقچي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له رئیس‌الوزرا، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره خبرې وکړې.

هغه وایي: «زموږ ملي ګټې له دې مسئلو سره تړلې دي، نو طبیعي ده چې موږ باید له افغان دولت سره خبرې او تعامل ولرو، پرته له دې چې زموږ سیاسي اړیکې په کومه سطحه دي او پرته له دې چې ایا په رسمیت یې پېژنو که نه.»

 د ایران د بهرنيو چارو وزیر د اوبو په شان له طالبانو سره اختلافي مسلو ته په اشارې وویل: «د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د دغو مسئلو حل یوه اړتیا ده.»

د هغه په وینا، د وچکالۍ او د اوبو کمښت موضوع جدي ده او په ۱۳۵۱ کال کې شوې هوکړه کې د دې لپاره میکانیزم هم شته، چې که د اوبو اندازه کمه شي او بارانونه لږ وي، نو د دواړو هیوادونو د اوبو کمیساران به څنګه غونډې کوي، له کومو سیمو به لیدنې کوي او څنګه به ټاکي چې د اوبو اندازه کمه ده که زیاته.

ایران په وروستیو درو یا څلورو لسیزو کې په خپله خاوره کې د افغانستان د اوبو لپاره ګڼ شمېر لوی او واړه بندونه جوړ کړي دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان کې، جوړ شوي بندونه، چې پراخې ساحې خړوبوي، کابو کال دوولس میاشتې له اوبو ډک وي. د سپوږمکۍ په تصویرونو او حتي له الوتکې څخه دا بندونه له ورایه ښکاري چې کافي اوبه لري.

1 COMMENT

  1. « د شیعه ګانو امنیت او….. او د فارسي ژبې مسله.» ايراني اخندانو لکه چې توبه له مړو خالي ليدلې ده . د افغانانو دوهم دښمن هندغه ايراني متعصب اخندان دي . خير دی نن چې پاکستاني انګريز روزلي مقامات او ايراني روافض پر ګران افغانستان او ځپل شوو افغانانو دا غورځي کوي، موږ به يې غچ خامخا اخلو . د دغو دواړو ګاونډيانو واکمنان زموږ په وړاندې ډول ډول بې شرمۍ کوي، خير افغان سل کاله وروسته هم خپل انتقام اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب