پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+د چين د سږني پسرلني اختر هنري ننداره | جان روان ځاځی

د چين د سږني پسرلني اختر هنري ننداره | جان روان ځاځی

د نړۍ ټول هېوادونه ځان ته فولکلوريکي نړۍ لري او هر یو یې د خپلو کلتورونو، دودونو او رواجونو ساتنه او پرمختګ ورکوي. که څوک غواړي، د يوه هېواد په اړه مالومات ولري، نو اړينه ده، چې د همغه هېواد د خلکو له کلتور سره اشنايي پيدا کړي، ژبه یې زده او له فولکلور او دودونو یې خبر شي.

چين یو لوی هېواد دی او ځانګړي دودونه او هنرونه لري، نو يو يا څو کسانو ته به ګرانه وي، چې له هرې برخې سره یې اشنايي پيدا او په اړه یې مالومات ولري. د چين د پسرلني اختر هنري ننداره د ډېرو دودونو او هنرونو ګډوله بلل کېږي او د نورو هېوادونو خلک یې په اسانۍ له هنرونو سره اشنا کېدلی شي.

چينايانو به پخوا وختونو کې د پسرلني اختر په شپه دوديزې اورلوبې او نندارې ترسره کولې او اوس هم په کليوالو سیمو کې دغه لرغونی دود پالي، خو په ښارونو کې يې لمانځنه لږ څه توپیر لري او د وخت په تېرېدو سره یې بدلونونه موندلي دي.

پسرلنی اختر د نوي کرنيز کال په لومړۍ ورځ پيلېږي او په وياړ یې په چين کې يوه اونۍ رخصتي وي.

د روان ۲۰۲۵م کال د جنورۍ نهه ويشتمه نېټه د کرنيز مار کال له لومړۍ ورځې یا پسرلني اختر سره برابره ده. دغه اختر د ختيځې اسیا په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي، خو په چين کې يې څپه تر نورو پورته او خلک يې راتلو ته شپې او ورځې شمېري.

پسرلنی اختر د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان لخوا د غيرمادي کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې هم شامل شوی دی. يوه احصايه ښيي، چې د کرنيزکال لومړۍ ورځ د نړۍ په نږدې شلو هېوادونو کې رخصت وي.

اوس ډېری چيني کورنۍ د کرنيز کال د وروستۍ ورځې په ماښام یو ځای سره کيني او په ګډه ماښامنۍ ډوډۍ خوري او په ترڅ کې يې د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ هنري ننداره ګوري. دغه هنري ننداره په لومړي ځل ۱۹۸۳م کال کې ترسره شوې او همغه وخت راهيسې له بدلونونو سره ترسره کېږي.

د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره يو هنري ډګر دی، چې د چين د بېلا بېلو سیمو د خلکو په خوښه پکې هنري پروګرامونه وړاندې کېږي او نارينه، ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان پکې د خپلې خوښې پروګرامونه ګوري او خوندونه ترې اخلي.

دا يوه هنري ننداره ده، خو ترڅنګ يې د چين د اقتصادي پرمختګ، علمي او ټېکنالوژيکي ودې، رنګارنګ فرهنګونو او سوکالۍ ښکارندويي هم کوي. ۲۰۲۵م کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د مار کال دی، نو چين ميډيا ګروپ د يادې هنري نندارې سږنۍ نښه له دوو طلايي مارونو څخه جوړه کړې، چې په چيني کلتور کې د نيکمرغۍ او هوساينې مانا ورکوي.

دلته به د دې يادونه هم وکړو، چې د چين د پسرلني اختر هنري ننداره په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتونکي لري، چې په چيني ژبه کې ورته چون جيې ليان هوان وان هوی (春节联欢晚会) يا چون وان (春晚) وايي، چې دا د هنري نندارې مانا لري.

چين ميډيا ګروپ له ۱۹۸۳م کال راهیسې د هر کرنيز کال د اخري ورځې د ماښام په اتو بجو د نوي کرنيز کال او د پسرلني اختر د هرکلي په پار هنري ننداره يا چون وان (春晚) ترسره کوي. په دغې هنري نندارې کې د سندرو، نڅاوو، اکروباتيک، ټوکو ټکالو، جاودګرۍ او تمثيلي ټوټو په شمول ډول ډول پروګرامونه اجرا کېږي او کتل يې د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره د چينايانو دود ګرځېدلی دی.

د پسرلني اختر سږنۍ هنري ننداره د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د بېجينګ پر وخت د ماښام په اتو بجو په ژوندۍ بڼه خپره شوه، چې په ګردې نړۍ کې به د هنر مينوالو د ټلويزيونونو پر ښېښو ننداره کړې وي.

په چين کې د رخصتيو پر مهال فلمي بازار هم ګرم وي. که د چين فلمي نړۍ ته سر ورښکاره کړو، نو دوی نه یوازې چيني فلمونه، بلکې باليووډ او هاليووډ فلمونه هم خوښوي او په سینماګانو کې يې ګوري، خو د کال د ځانګړو ورځو په رخصتيو کې يې بیا بازار ډېر ګرم وي. دوی د اختر په رخصتيو کې د تفريح او لمانځنې لپاره د فلم کتل يو ښه انتخاب بولي او په همدې مودې کې د فلمونو بازار ګرم او هره سینما له خلکو ډکه وي.

شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې په چين کې اته سوه او درې اويا فلمونه جوړ شوي او د کتونکو عمومي شمېر یې له يو ميليارډ څخه پورته و. د بېجينګ سيمه ييز حکومت د فلم د کتلو په برخه کې عامو وګړو ته د درې دېرش ميليونو يوانو په ارزښت امتياز برابر کړی دی.

په بېجينګ ښار کې شاوخوا ۳ سوه سینماګانې فعالې دي او اټکل کېږي، چې د سږني پسرلني اختر په رخصتيو کې به شاوخوا دوه ميليونه او پنځه سوه زره کسان سینماګانو کې فلمونه وګوري او له ياد امتیاز څخه به ګټه پورته او په ټيټو بیو به فلمونه ننداره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب