Homeخبرونهد ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه عامه پوهاوي ته د ۵۰۰...

د ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه عامه پوهاوي ته د ۵۰۰ زره ډالرو هوکړه

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه】د طالبانو د حکومت ‏د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتو والي ادارې ویلي، چې د (AAR) په نامه له یوې جاپانۍ خیریه موسسې سره یې د څه باندې ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

دغې ادارې په خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې یاده هوکړه د پېښو پر وړاندې مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې د رییس، نورالدین ترابي او د دغې جاپانۍ موسسې د رییس، محمد بشیر باصر ترمنځ لاسلیک شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې هوکړې له مخې یاده موسسه اړ ده چې په کابل، زابل او ځینو نورو سیمو کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی وکړي.

افغانستان یو له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دی، چې لسیزو لسیزو یې جګړه تجربه کړې ده او هره سیمه کې د ناچاوده توکو د شتون ګواښ شته.

د نظر خاوندان وایيو تر جګړې وروسته عام افغانان ډېر په ترافیکي پېښو او د جګړو په سیمو کې د ناچاوده توکو په چاودنه کې قرباني ورکوي، چې د دوی په خبره اړتیا ده په دې برخه کې مخلصانه او چټک اقدامات وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...