Homeخبرونهد لوړ قد ستونزې او په دې تړاو ۵ مسلې چې ډېرو...

د لوړ قد ستونزې او په دې تړاو ۵ مسلې چې ډېرو ته معلومې نه دي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴ مه) لوړ قد عموماً د ښکلا او اعتماد نښه بلل کېږي، آو هر څوک غواړي چې لوړه ونه ولري خو طبي څېړنو ښودلې ده چې لوړ قد کېدای شي د ځينو ځانګړو روغتيايي ستونزو سبب هم شي۔

د متخصصانو په وينا، جګ کسان د زړه، بندونو او د ملا د تېر له ستونزو سره تر نورو زيات مخ کېدای شي، خو د روغ ژوندانه یا د صحي اصولو د رعایتولو له لارې دا خطرونه کمېدای شي.

د لوړو کسانو ۵ عامې روغتيايي ستونزې:

۱. پر زړه او د وينې پر رګونو زيات فشار
د متخصصانو په وينا، د لوړ قد له امله د وينې رګونه هم اوږده وي، چې له کبله يې زړه بايد د وينې د پمپ کولو لپاره زيات کار وکړي.
دا حالت د زړه د ضربان د ګډوډۍ او د وينې د ټوټو د جوړېدو خطر زياتوي.

۲. د بندونو او ملا ستونزې
لوړ قد او وزن د زنګنونو، کولمو او د ملا پر تېر زيات فشار راولي۔ د وخت په تېرېدو سره دا فشار د بندونو درد، او د ملا د مزمن درد سبب کېږي.

۳. د ساه اخيستلو ستونزې
که څه هم جګو کسانو سږي لوی وي، خو ناسمه ناسته او کوږ ګرځېدل د ساه اخيستلو وړتيا اغېزمنولای شي۔ همداراز د ملا د تېر ستونزې هم د ساه لنډۍ لامل کېدای شي۔

۴. په لوبو کې د ټپي کېدو زيات خطر
اوږده لاسونه او پښې د لوبو پر مهال پر عضلو او ليګامنټونو زيات فشار راولي۔ ناڅاپي تاوېدل يا ټوپ وهل د زنګون او پښو د بندونو د ټپي کېدو امکان زياتوي۔

۵. د ملا د تېر د ډسک خرابېدل
د ملا پر اوږده تیر فشار زيات وي، په ځانګړي ډول د اوږدې مودې ناستې او د کمزورې بدني جوړښت له امله۔ دا حالت د ډسک د خرابېدو او د دايمي ملا درد خطر زياتوي۔

طبي متخصصان وايي چې قد پخپله د ناروغۍ نه سبب کېږي، بلکې اصلي رول د ژوند طرز، ورزش، سمه ناسته او متوازنه غذا لوبوي۔

که جګ کسان خپلې بدني روغتيا ته پاملرنه وکړي، نو تر ډېره بريده له دغو ستونزو څخه ځان ساتلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...