سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+په شپون او "شین ټاغي" څو خبرې| منصور لېوال

په شپون او “شین ټاغي” څو خبرې| منصور لېوال

ویل کېږي چې سعدالدین شپون به تل ځوانانو ته ویل چې د شعر پر ځای نثر ولیکئ! که څه هم شپون صاحب په لومړیو کې شعر لیکلو ته ډېره توجه کوله، خو وروسته یې نثر او په ځانګړي ډول داستاني نثر لیکلو ته مخه کړه.
نوموړي د لسګونو مقالو، نقدونو… تر څنګ د (شين ټاغي، ګټیالي، د سمڅې یاران، ښایستو، د بنګي غاړه…) او نور داستاني اثار هم پښتو ژبې او ولس ته په میراث پرېښودل.
له پورتنۍ خبرې د استاد موخه دا وه چې په پښتو ژبه کې شعر ته څه ناڅه کار شوی دی، خو نثر ته لا هومره څه نه دي شوي.
د یوې ژبې په وده او ترقي کې شعر او نثر دواړه لاس لري او پرته له شکه په پښتو ژبه کې تر نثر شعر ته زیات کار شوی دی او لا هم د شعر خواخوږي زیات دي.
له همدې امله استاد شپون نثر ته مخه کړه او خلک یې د نثر لیکلو ته وهڅول، ځکه خو د پښتو نثر او په خاصه توګه د داستاني ادب په غوړېدا کې لوی لاس لري…
څه وخت مخکې مې د استاد “ګټیالی” ناول ولوست، کیسه یې نوې او جالبه وه، خو د پلاټ په برخه کې یې ستونزه راته ښکاره شوه، ځکه خو مې یې له لوستلو ډېر خوند وانخیست. بیا مې د “سمڅې یاران” ولوست، د ګټیالي په څېر مې دې ناول هم رضایت حاصل نه کړ، دا د یو چا د ژوند لیک غوندې و. زه خو ګرسره په دې باور یم چې د سمڅې یاران یوه بیوګرافي ده چې په داستاني ژبه لیکل شوې ده.
د سمڅې یاران تر لوستو وروسته، د شپون صاحب په یو بل ناول “شين ټاغي” پېښ شوم، ومې لوست، ډېر عالي او جالب راته ښکاره شو او له توقع خلاف خوند مې ترې واخیست.
د “شین ټاغي” مرکزي کرکټر ډاکټر محب الله نومېږي. ده یو نوی ماډل او ډېر جالب موټر له بهر نه راوستی وي، دا چې کلیوالو ته ډېر نااشنا وي، نو د شين ټاغي نوم پرې ږدي…
ډاکټر محب الله په شین ټاغي کې یو خوا بل خوا سفرونه کوي او د دې موټر له امله وخت ناوخته په ستونزو کې هم ګېرېږي. په دغه ناول کې د روسانو راتګ او د دوی په وړاندې د جهاد د بهیر بېلابېلې دورې ترسیم شوې دي.
یوه ورځ د ناول مرکزي کرکټر ډاکټر محب الله کابل ته ځي، هلته د ناول له بل کرکټر ډاکټر زړور او نورو ملګرو سره ویني، دوی له مجاهدینو سره لاس یو کوي.
محب الله ته دا دنده سپارل کېږي چې باید مجاهدینو ته وسلې ور ورسوي. نوموړی له یوې قرارګاه وسلې راباروي، موټر یې د واورو له امله په سالنګ کې اېسارېږي.
دلته دی له یوې داسې نجلۍ سره اشنا کېږي چې د روسي استخباراتو غړې وي. هغه پرې شکمنه کېږي او محب الله هم ټوله کیسه ورته بیانوي. د دې نجلۍ له ده سره مینه پیدا کېږي او بیا وروسته ډاکټر محب الله څو ځایه له روسي عسکرو هم ژغوري.
ډاکټر محب الله د وسلو په لېږدولو کې له بلا ستونزو سره مخ شي، خو بالاخره وسلې خپل هدف ته ورسوي او له دې کار وروسته نوموړی پېښور ته مهاجر کېږي… په هر حال د ناول کیسه اوږده او جالبه ده، که زه ټوله بیان کړم، نو فکر کوم د ناول تلوسې ته به مې صدمه رسولې وي.
شپون صاحب “شين ټاغی” دومره جالب لیکلی دی چې بېخي د رښتیا د کیسې ګمان پرې کېږي. استاد به ویل چې ما ټولنه مطالعه کړې ده او له هره اړخه مې مطالعه کړې ده! که یو څوک غواړي چې ښه اثار ولیکي، نو خپله ټولنه دې په دقیق ډول مطالعه کړي.
شپون نه یوازې خپله ټولنه مطالعه کړې وه، بلکې د ډېرې پراخې او عمیقې مطالعې څښتن هم و. د نوموړي په داستاني اثارو کې تلوسه، صحنه سازي، مکالمې، کرکټر کښنه… او نور داستاني عناصر ډېر عالي او له داستاني اصولو سره سم راغلي دي. په “شين ټاغي” ناول کې استاد د سالنګ طبیعي منظره داسې بیانوي:
“د کړکۍ نه سالنګ رسا سپین ململ و، چې تقریباً هوار غوړېدلی و. د اوړي د وخت شېلې یې اوس هواره سپینه ځمکه وه. ګړنګونه او ژور خوړونه یې داسې له واورو ډک وو چې د نابلده سړي به زړه غوښتل چې د سړک نه کوز شي او چکر پرې ووهي. د واورې د دې ارتي ورشو اهنګ ایله دوه ځایه مات شوی و، یو د تونل خوله وه چې د کړکۍ نه داسې سرته ورته وه چې بدن یې په سپین کفن پوښلی و. بل هغه کمر و چې څلور، پنځه کیلومتره د تونل کیڼې خواته د سړک لور ته، راکړوپ شوی و او په دېواله باندې یې د واورې د تم کېدو ځای نه و. او چې به د واورې په شېبو کې وقفه راغله او لمر به شو، نو داسې سوربخون ښکارېده لکه د پېغلي مخ چې چارچاپېره ترې سپین څادر تاو شوی وي.”
شپون صاحب د صحنې په انځورولو کې استاد دی. کله چې کومه صحنه لیکي، نو داسې یې انځوروي چې هغه زمان او مکان د لوستونکي سترګو ته دروي او نه یوازې ورباندې لولي یې، بلکې ورباندې ویني یې هم…
یو بل څه چې د شپون صاحب په داستاني اثارو کې زما تر سترګو شول، هغه دا دي چې دی ډېر نوي او نادر تشبیهات کاروي او انځورونه یې ډېر واقعي برېښي.
غضنفر صاحب لیکي:”د شعر انځورونه معمولاً مجازي وي او د کیسو واقعي. له مجازي انځورونو څخه مراد هغه تصویرونه دي چې د تشبیه او استعارې په مرسته جوړېږي. مطلب دا چې کیسه ییز نثر د شعر او شاعرانه نثر په نسبت د تشبیه او استعارې استعمال ته لږ مایل دی. په انځور کې چې مبالغه نه وي، واقعې یې بولو. په مجازي انځورونو کې مبالغې ته تمایل وینو، که زه ووایم چې پلانۍ غنمرنګي ده، دلته د یو چا د پوست د انځورولو هڅه شوې ده، خو انځور چندان غیر واقعي نه دی او ممکن تشبیه یې و نه بولو. خو که ووایم چې پلانۍ لمرمخې ده، دا انځور غیر واقعي ده، مجازي ده او د تشبیه یو ډول یې بولو…”
د شپون صاحب انځورونه د شعر په څېر مجازي نه دي، بلکې بېخي واقعي ښکاري. زموږ ډېری داستان لیکونکي شاعرانه نثر لیکي او انځورونه یې مجازي وي، دا ځکه چې دوی د شاعرانه نثر او کیسه ییز نثر په توپیر چندان سر نه دی خلاص کړی.
د ستر روسي لیکوال چیخوف په اړه ویل کېږي چې یو وخت یې ماکسیم کورګي ته لیکلي وو: “سمندر نه خاندي او نه ژاړي، سمندر یوازې غورېږي او ځلېږي.”
چیخوف دا خبره د کورګي د کیسو د نثر په اړه کړې وه چې هلته طبیعي پېښي له انساني ځانګړنو سره ډېرې تشبیه شوې دي.
شپون صاحب یو له هغو لیکوالو څخه دی چې د کیسه ییز نثر اړتیاوې یې تر ډېره درک کړې دي او د داستانونو انځورونه او تشبیهات یې واقعي برېښي. نوموړی په “شین ټاغي” کې یوه صحنه داسې انځوروي:
“زما سړي وویل بسم الله! ده راته لاټین نیولی و او ما په چټک او انبور د سېټونو سرپوښونه خلاص کړل. دوه نور ږیرور هم راغلل او د وسلو په لېدو یې وویل:
اوهو! دا خو لا په ګریسو لړلې دي، ایله په ایله چې نوې وسله راغله. بیا یې نو یوه یوه اوچتوله، تبصرې یې پرې کولې او لکه د جنازي کټ په احتیاط یې یو بل ته تېرولې…”
شپون صاحب د وسلو لېږد، د جنازې د کټ له لېږدولو سره ورته بللی دی، لېکوال د دې انځور په مرسته موږ ته هغه صحنه ښيي، خو په دې انځور کې د مبالغې مالګه کمه ده  او دومره واقعي برېښي چې د تشبیه ګومان پرې نه کېږي…
بله دا چې دا تشبیه په عین حال کې په خپلو کې ډېر جالب ورته والی لري. هغه دا چې که نن وسلې یو بل ته لېږدول کېږي، پرته له شکه سبا به د همدې وسلو له امله ډېرې جنازې په اوږو کښته او پورته شي.
د شپون صاحب په تشبیهاتو کې نه یوازې مشبه به د خپل مشبه په انځورولو کې، بلکې د کیسې په انځورولو کې برخه اخلي. د نوموړي انځورونه د کیسې له چاپېریاله بهر نه وځي او د کیسې له ځایزمان سره کلک تعلق لري.
زما په اند د استاد شپون د کامیابۍ یو راز دا هم دی چې ده هېڅکله د دوهم لاس په موادو شخوند نه دی وهلی، بلکې هغه څه یې لیکلي دي چې پخپله یې لیدلي او تجربه کړي دي. استاد “د بنګي غاړه” په سریزه کې لیکي:
“پښتو کیسه لیکوالو ته خواستونه کوم چې د خپلو تجربو نه هاخوا قلم مه چلوئ د پښتونخوا په چاپېریال کې ټول هغه اجزا موجود دي چې ادبي شهکارونه پرې مرتب شي.”
له ده څخه په یوه مرکه کې ایمل پسرلي پوښتلي وو چې:  ایا بل ناول لیکلو ته مو نیت دی؟
شپون صاحب په ځواب کې ورته ویلي و چې نه! زما همدومره تجربې وې چې په همدې اثارو کې خلاصې شوې، ګمان نه کړم چې بل ناول دې ولېکم.!”
په هر حال د استاد په اثارو ډېرې خبرې کېدای شي، که مو د شپون صاحب اثار نه وي لوستي، د پښتو ژبې له ډېرو هنري، اوچتو او عمیقو اثارو له لوستلو بې برخې یاست…!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب