پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد علي خامنه يي څرګندونو ته د هند سخت غبرګون

د علي خامنه يي څرګندونو ته د هند سخت غبرګون

تاند ( سه شنبه ـ د سنبلې ۲۷مه) د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی.

علي خامنه يي‌ د هند په ګډون په نورو هېوادونو کې د مسلمانانو ستونزو ته ته نه پام “د اسلام د لارښوونو او اصولو خلاف” عمل بللی وو.

په خبرپاڼه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت هغو هيوادونو ته چې د اقلیتونو په اړه څرګندونې کوي توصیه کړې، مخکې تر دې چې د نورو په اړه قضاوت وکړي؛ نو لومړی دې په دې اړه خپل تېر ته نظر وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې: « په هند کې د اقلیتونو په اړه د ایران د مذهبي مشر څرګندونې به کلکو ټکو غندو. دا معلومات ناسم او د منلو وړ نه دي.»

پزشکیان وايي، کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړي

1 COMMENT

  1. خپل عیب د ولي منځ د بل عیب د کلي منځ. ایراني اخوندان بیله له هغه چا سي سورلۍ تر سجده لاندي ږدي بل هیچا ته د انسان په سترګه نه ګوري نه سوني او نه نور. په هند کې تل ددین ازادي وه او زما په سته. مګر دا سي د هند ګاوڼډی سوډر کافرستان ده ، نو هندي مسلمانانو د کافرستان په فتوا سره ځانته قبر کیندل وکړل. او کشمیریانو د کافرستان په فتوا د جهاد غربړو او تورې ته لاس واچول. هو ناسیونالیزم په هر هیواد کې کم او ډیر سته مګر نه داسي ناسیونالیزم داسي تعصب لکه ایراني اخوندان یې سي لري او مسلمان ته د جومات اجازه نه ورکوي. !☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب