Homeخبرونهد فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان سبا «چهارشنبه» له ارجنټاین سره لوبه لري

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان سبا «چهارشنبه» له ارجنټاین سره لوبه لري

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۷ مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا چهارشنبه د ( سنبلې په ۲۸مه) له ارجنټاین سره خپله دوهمه لوبه ترسره کوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې  چې، د تېرې یکشنبې په ورځ د ( سنبلې په ۲۵مه) ترسره شوه انګولا ته ۶ پر ۴ ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.

لومړۍ سیالۍ د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په هومو لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ۵ ګولونه او انګولا یې پر وړاندې ۲ ګولونه ووهل.

د لوبې په دوهمه نیمايي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو بل ګول ووهه او په دې ترتیب دا سیالي افغانستان وګټله.

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان نن له انګولا سره لوبه لري

په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه پيل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...