پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو یو کلنې لاسته راوړنې؛په تېریوه کال کې ۴۴۴رسنیزې سرغړونې اصلاح...

د طالبانو یو کلنې لاسته راوړنې؛په تېریوه کال کې ۴۴۴رسنیزې سرغړونې اصلاح کړي

تاند ( سه شنبه ـ د سنبلې ۲۷مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د رسنیو ۴۴۴ «سرغړونې اصلاح » کړې دي.

یاد وزارت نن د یو کلنو لاسته راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې دا خبرې له رسنیو سره شریکې کړې.

دوی داغه راز زیاتوي، چې  په تېر یوه کال کې یې د ټلوېزیونو ۵۵ سرغړونې، د راډیو ۶۹ سرغړونې او د یوټیوب چینلونو ۳۲۰ سرغړونې په نښه او اصلاح کړې دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي د یوکلنو لاسته راړونو د وړاندې کولو په پروګرام کې زیاه کړه چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۷۰ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

نوموړی وایي هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د خبریالانو حقونه خوندي کړي او چاته اجازه ورنکړي څو د خبریالانو له نامه ناسمه ګټه واخلي.

دا څرګندونې داسمهال کېږي، چې  طالبانو په هېواد کې د خپلې نوې واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان رسنیو سخت محدودیتونه، بندیزونه او سانسور وضع کړى دی.

د رسنیو یو شمېر ملاتړ بنسټونه او خبریالان وایي، چې طالبان د افغان رسنیو منځپانګه په جدي ډول سانسوروي او دغو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د ګټو خلاف موضوعات خپاره کړي.

تېره ورځ دوشنبه د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان تازه په یوه خبرپاڼه کې وویلې، چې د طالبانو له واکمنۍ سره سم  افغان خبریالان د رسنیز کار پرمهال له جدي ننګونو سره مخ شول او دي، چې له امله یې په زیات شمېر یې درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب