Homeخبرونهملګري ملتونه؛ سبا د افغان ښځو،نجونو او بشري وضعیت په اړه غونډه...

ملګري ملتونه؛ سبا د افغان ښځو،نجونو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي

تاند ( سه شنبه ـ د سنبلې ۲۷مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوځل بیا د افغان ښځو، نجونو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي.

دا ډول غونډې افغان ښځې او د بشري حقونو فعالان د وضعیت د بدلون لپاره مهم بولي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپله ایکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشې ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتانبایوا به د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه غونډه به د کابل په وخت د مازیګر په شپږ نیمې بجې پیل شي.

د یاد سازمان د معلوماتو پر اساس په دغه ناسته کې به د دغه سازمان د ښځو د څانګې اجرایوي مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه افغانه استازې، چې په اړه جزیات نه‌دي ورکړل شوي، د افغان ښځو او نجونو په اړه معلومات ورکړي.

د دې ناستې مشري د امنیت شورا نوبتي مشره او د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره تانجافاجون وکړي.

د امنیت شورا د راپور له‌مخې د غونډې په پای کې به د افغانستان په اړه سلا مشورې هم وشي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوي قانون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي.

بل لورته ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله اخوندازه له لوري د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني حکومت د چارواکو او د پخواني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې دوام لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لږ تر لږه څلور د غیر قانوني وژنو، نهه په خپل سر د توقیف او شپږ د پخواني حکومتي چارواکو او پخوانیو افغان پوځیانو د شکنجې او ناوړه چلند قضيې ثبت کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، یوناما د «ملي مقاومت جبهې»سره د تړاو په تور د خلکو د خپلسري نیولو یوه قضیه او د غیر قانوني وژنې یوه قضیه هم ثبت کړې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې دغه راز زیاته کړې،چې دوی د ۲۰۲۴ کال د مى له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې په افغانستان کې ۲ زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړي، چې د تېر زیږدیز کال د همدې مودې په پرتله ۵٣ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغه راپور پر بنسټ، وسله والې نښتې هم په ۲۰۲۳ کال کې له ۳۷ پېښو څخه سږ کال ۸۰ پېښو ته او د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د رامنځته شویو چاودنو شمېر له ۷ څخه ۱۳ پېښو ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...