پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي چې په هیواد کې ۳۷۰ رسنۍ فعالیت کوي

طالبان وايي چې په هیواد کې ۳۷۰ رسنۍ فعالیت کوي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۷ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر وايي، اوس مهال د صوتي، تصویري، چاپي او انلاین رسنیو په ګډون شاوخوا ۳۷۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې دی.”

فراهي په یوه خبری کنفرانس کې چې موخه یې د وزارت د یو کلنې لاسته راوړنې په ګوته کول و، وویل په افغانستان کې ډله ییزو رسنیو ته د دریو اصولو: «د ملی ګټو، مذهبي اصولو او افغاني کلتور ته د درناوي» پراساس د فعالیت اجازه ورکول کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دا هم وویل چې دوی تر دې دمه ۶۲۰ کسانو ته د ژورنالیزم پیژند کارتونه ورکړي دي، او په دې مسلک کې نورو ته د پیژند کارتونو د ویشلو پروسه لاهم روانه ده.

مهاجر فراهي مخکې ویلي و چې د خبریالانو د هویت د تایید او د امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره به ټولو خبریاانول پېژندپاڼې ورکړل شي.

فراهی زیاته کړه چې د یوټیوب چینلونو د فعالیت پروسه پای ته رسیدلې او دا چینلونه باید له لارښوونو سره سم فعالیت وکړي.

خو دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه غونډه کې ویلي و چې د افغانستان د رسنیو قانون، چې د پخواني حکومت له خوا جوړ شوی و، مطالعه شوی او هیڅ نیمګړتیا نه لري.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني له دې مخکې د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د هغه راپور په تړاو چې په افغانستان کې تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوې دی ویلي و چې طالبان هڅه کوي چې د ډله ییزو رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو ګڼې رسنۍ انلاین رسنۍ بندې کړي، په تلویزیونونو کې یې د استخباراتو استازي کښېنولي چې هر خبر تر خپریدو مخکې تایید کړي او د دې لپاره چې ملاهبت الله او شاوخوا کړۍ ته یې د انسان او ژوندي ساري تصویر ناروا ښکاري، هڅه یې پیل کړې چې ټولې توصیري رسنۍ بندې کړي. په دې لړ کې یې لومړی ګام له کندهاره اخیستی او ملي تلویزیون یې هلته منع کړی دی.

په اکثرو پښتني ولایتونو کې یې ښځینه ویندویانې منع کړي او حتي دا اجازه نه نه ورکول کېږي چې کومې رسنۍ ته ښځې ټیلفون وکړي یا یې غږ خپور شي ځکه چې د دوی په باور د ښځې غږ ناروا دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب