پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي

افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي

تاند ( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۹مه) د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه سبا جمعه مازیګر ترسره کېږي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته تاریخي او لومړنۍ ماتې ورکړه.

په روانه لوبلړۍ کې اوسمهال افغانستان له درې لوبو یوه ګټلې او پر سویلي افریقا برلاسې او بریا ته یوه پوړۍ مخکې ده.

لومړۍ لوبه:

سویلي افریقا پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یې افغان لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

په مقابل کې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په زیان په ۲۴م اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فاروقي ۴، غضنفر ۳ او راشدخان بیا د سویلي افریقا ۲ لوبغاړي وسوزل او په توپ وهنه کې بیا له رحمن الله ګربز پرته ټولو لوبېدونکو لوبغاړو ښه مقابله وکړه، خو ګلبدین او عمرزي ګټونکی رول ولوبوه.

د لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب