پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو

پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو

تاند ( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۹مه) پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو د پولیو واکسین پر یوې کارکوونکې د ډله‌ییز تېري یو شکمن کس نیولی دی.

چارواکونیول شوی کس اصلي مشکوک ښودلی دی.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې پر دې واکسیناتورې تېره اوونۍ درې کسانو هغه وخت تېری وکړ، چې نوموړې د سند ایالت په جیکب اباد سیمه کې کور په کور ګرځېده او ماشومان یې واکسین کول.

پولیس وایي د هغو دوو نورو شکمنوکسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د سپتمبر په دولسمه په پاکستان کې د واکسیناتورانو پر یوې ډلګۍ وسله وال برید هم شوی وو، چې له امله یې یو واکسیناتور او د هغه ساتونکی وژل شوي وو.

پاکستان کې د پولیو واکسین پر تطبیقونکي ټیم برید کې دوه تنه ووژل شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب