پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeسپورتکرکټ: افغانستان په ۱۴۴ منډو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

کرکټ: افغانستان په ۱۴۴ منډو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۸ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبې) له جنوبي افریقا څخه لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه په خورا لوړ توپیر وګټله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان جنوبي افریقا ته د کرکټ په یوه سیالۍ کې ماته ورکوي.

لومړی جنوبي افریقا بیټنګ وکړ او په داسي حال کې چې یوازې یې ۳۳ اورونه لوبولي وو، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان تېز باولر فضل حق فاروقي د جنوبي افریقا اوپینران یو په بل پسې وسوځول. په داسي حال کې چې جنوبي افریقا ټولټال ۱۰۶ منډې کړې وې، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

خو افغانستان دا هدف په داسي حال کې چې یوازې یې ۴ لوبغاړي سوځېدلي وو، په ۲۶ اور کې پوره کړ او مسابقه یې په ۶ ویکټونو او ۱۴۴ منډو وګټله.

د جنوبي افریقا لپاره یوازې ویان مولدر ښه بیټنګ وکړ. نوموړي په ۸۴ توپونو ۶۲ منډې وکړې خو نوموړی هم د فاروقي له لوري وسوځېد. فاروقي په ۷ اورونو کې ټولټال ۴ ویکټونه واخیستل. همداراز غضنفر په ۱۰ اورونو کې ۳، او راشد خان په ۸ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

فاروقي د مسابقې هم غوره لوبغاړی او هم اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو.

ننګیالي خروټي په ۵ اورونو کې څوک ونه سوځول خو یوازې یې ۱۶ منډې ورکړې. همداراز عظمت الله عمرزي په ۳ اورونو کې یوازې ۳ منډې ورکړې.

عمرزی په بیټنګ یا توپ وهنه کې هم ښه وځلېد. له ده سره ګلبدین نایب ښه ملګرتوب وکړ. نایب په ۲۷ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د جمعې په ورځ په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي. د افغانستان او جنوبي افریقا درېیمه یو ورځینۍ مسابقه به د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۲ مه) وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب