Homeسپورتد فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان خپله دوهمه لوبه وبایلله

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان خپله دوهمه لوبه وبایلله

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) په ازبکستان کې د فوټسال د روان نړیوال جام په لړ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه نن ماښام په ارجنټاین وبایلله.

افغانستان په دې لوبه کې ۲ پر ۱ ماتې وخوړه.

د افغانستان فوټسال لوبډلې لپاره په دې لوبه کې حسین محمدي یواځینی لوبغاړی وو، چې ګول یې ترسره کړ.

دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې  انګولا ته ۶ پر ۴ ماته ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...