پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ د فرانسې پاچا ناببره لېونی شو

په دې ورځ د فرانسې پاچا ناببره لېونی شو

تاند- ۶۳۲ کاله پخوا په دې ورځ یعني د ۱۳۹۲ میلادي کال د اګست په پنځمه د فرانسې پاچا شپږم شارل د یوې ناڅاپي ناروغۍ په اثر لېونی شو.

کیسه داسي وه چې شپږم شارل ته له دې کبله چې خلک یې د خپلو ترونو له شره ژغورلي و د خلکو له لوري د (ګران) لقب ورکړای شو.

پاچا یوه ورځ له خپلو ملګرو او عسکرو سره مان ځنګله ته لاړ.هلته ناببره یو وړاندویونکی د ۲۴ کلن پاچا مخې ته ورځي او د ده د اس قیضه نیسي، پاچا ته وايي:«ګرانه پاچا ، ودرېږه، له تا سره غداري شوې ده.»

لږ وروسته د شپږم شارل خوا ته غشی ویشتل کېږي چې د ده له ډال سره لګېږي.

له دې ګوزاره وروسته پاچا، چې زغره یې اغوستې وه او سخته ګرمي یې پکې شوې وه، خپله توره له تیکي راباسي او پر خپلو ملګرو حمله کوي. مخکې تر دې چې ملګري د ده مخه ونیسي شپږ تنه ملګري وژني.

له دې پېښې وروسته پر پاچا له هر څه مودې وروسته د لېونتوب څپه راځي خو یوازې نژدې کسان ترې خبر وي.څرنګه چې د پاچا د لېونتوب څپه هر څه موده وروسته وي د ولیعهد د ټاکلو امکان له منځه ځي.

د شپږم شارل لېونتوب په ۱۳۹۳ کې سختېږي او داسي کارونه کوي چې له دې وروسته د ده لقب له (ګران) شارل څخه په لېوني شارل بدلېږي.

بالاخره شارل په ۱۴۲۲ ع کال د بریتانیا له پاچا پنځم هینري سره د یوه تړون له لاسلیکولو وروسته په طبیعي مرګ مري او د فرانسې په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل کېږي.

1 COMMENT

  1. خدای دې هبت الله ناببره لیونی کړي چې نجونې مکتبونو او پوهنتونونو ته ولاړي شي ، په افغانستان کې میشتي ښځې د امنیت ساه واخلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب