یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د مشهور کورد شاعر شیرکو بیکس تلین

د مشهور کورد شاعر شیرکو بیکس تلین

تاند- له نن څخه ۱۱ کاله پخوا د ۲۰۱۳ د اګست په ۵ مه مشهور کورد شاعر شیرکو بیکس د ۷۳ کلونو په عمر ومړ.

بیکس په ۱۹۴۰ کال د عراقي کوردستان السلیمانیه ښار کې زیږېدلی چې د نوموتي کورد شاعر فائق بیکس زوی و.

نوموړي له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې په عصري او ادبي شاعرانه ژبه شعرونه لیکل او د مشهورو کورد شاعرانو د ټولنې غړی وتلی غړی و.

هغه له ۱۹۶۸ کال راهیسې پنځه دېرش شعري ټولګې لیکلې چې مشهورې یې “د قصایدو وړانګې”، “د ژړا زانګو”، “انګار ایرې شو”، “شفق او هجرت” ،”کوچنۍ هیلې”، “د څراغونو هدیره” او “نجلۍ زما وطن” او داسې نور دي.

د نوموړي مشهورې شعري ټولګې انګلیسي، سویډني، فرانسوي، جرمني، ډنمارکي، هالنډي، رومانیايي، ترکي، پولنډي، ایټالوي او فارسي ژبو ته ژباړل شوې دي.

کله چې نوموړی امریکا متحدو ایالتونو او کاناډا کې زده کړې کولې، په ۱۹۸۸ کال یې غوره شعرونه ولیکل.

نوموړي د شهرت سربېره، ګڼې نړیوالې جایزې هم ګټلې، چې د پام وړ یې د ۱۹۸۷ کال د سویډن “توخلوسکي” او “پیره میرد” جایزې وې.

هغه پخپل شعر کې نرم الفاظ کارولي او معاصر کردي شعر کې یې انقلاب راوستی؛ ځکه نو په شعري ټولنه کې یې مینه وال ډېر شول.

د عربي نړۍ پاڅونونو په اړه نوموړي له القدس عربي ورځپاڼې سره مرکه کې هغه خپل نظر داسې څرګند کړی “ژبه او قصیده د دغې لویې پېښې پروړاندې هېڅ نه شي کولی… داسې چې یوه لویه قصیده حمص کې د یوه بې ګناه ماشوم له یوه څاڅکي وینې سره نه شو پرتله کولی”.

نوموړي دا هم ویل “خپل ځان دې نړۍ کې د هرې پېښې رامنځ ته کېدا پروړاندې مسؤول ګڼم، خو پېښو ته د یوه کردي شاعر په نظر ګورم، همدا لامل دی چې کله چې سومالیا کې یو ماشوم وږی وینم، داسې ګڼم، چې زما ماشوم له لوږې مري. یا د قاهرې تحریر میدان کې یو ځوان وینو کې لت پت وینم. د لیکوالۍ پر مهال دا ټول کسان زما د مېز پر سر، زړه کې، لیکنو کې او زما مخ ته انځوروم، همدا ده چې له انساني شعور خپل شعر لیرې نه بولم او نه هم امکان لري”.

4 COMMENTS

  1. کُردی او فارسی ژبه سره نژدی دی البته د کُردی الفباء هم عربی ده.
    امّا د شاعر د نوم په هکله:
    شیرکو = شیر صفت یا زمری صفت
    بیکس نه بلکه بې کس
    بې کس = یو ډول مظلوم نمایانه یا مأیوسانه لقب دی چی ځینی کسان د ډیرو دوستانو او آشنایانو د درلودلو سره سره ځان ” بې کس ” احساسوی.

  2. دا لاندې مطلب مې له ویکیپیدیا فارسي نه کاپي کړ، هیله ده چې ستاسو د پام وړ وګرځي .
    شیرکو بیکس (به کوردی: şêrko Bêkes یا شێرکۆ بێکه‌س)
    شیرکو بیکس در سال ۱۹۴۰ در شهر سلیمانیه کردستان عراق به دنیا آمد. پدرِ وی شاعر ملی کُرد «فایق بیکس» بود. تحصیلات ابتدایی را در سلیمانیه و هنرستان فنّی را در بغداد به پایان رساند. در هفده سالگی نخستین شعرش را منتشر کرد. سال ۱۹۶۴ به جمع شورشیان پیوست و در ایستگاه رادیویی به فعالیّت پرداخت. سال ۱۹۶۸ نخستین دفتر شعرش را (پرتو شعر) منتشر کرد. سال ۱۹۷۰ به همراه جمعی از نویسندگان و شاعران کُرد بیانهٔ روانگه (دیدگاه) را حول محور ضرورت تحوّل و نوگرایی در شعر کُردی منتشر ساخت. سال ۱۹۷۴ برای دوّمین بار به شورشیان پیوست و پس از شکست قیام در ۱۹۷۵ به شهر رُمادیه تبعید شد. پس از بازگشت به سلیمانیه در اداره آب به کار گرفته شد. اواخر سال ۱۹۸۴ برای سومین بار به شورشیان پیوست. سال ۱۹۸۶ به ایران سفر کرد و از آنجا راهی سوریه شد، سپس به دعوت انجمن حقوق بشر به ایتالیا رفت و برای نخستین بار در شهر فلورانس و در جمع دوستدارانِ شعرش، به شعرخوانی پرداخت. سال ۱۹۸۸ جایزه خانه قلم سوئد کورت توخولسکی به وی اعطا شد و از سوی کشور سوئد به عنوان پناهنده سیاسی پذیرفته شد و در آنجا اقامت گزید. در فاصله سالهای ۱۹۸۷ تا ۱۹۹۱ ده‌ها مراسم شعرخوانی در کشورهای مختلف برگزار کرد. سال ۱۹۹۱ پس از قیام سراسری مردم عراق در کنگره گروهه‌های اپوزیسیون عراقی در بیروت شرکت کرد و ماه اکتبر همان سال به کُردستان برگشت. سال ۱۹۹۲ به عنوان نماینده به پارلمانِ تازه تأسیس کردستان عراق راه یافت. بعدها به عنوان وزیر فرهنگ کردستان منصوب شد. در نوامبر ۱۹۹۳ در اعتراض به پایمال شدن دموکراسی و حقوق مردم، از مقام وزارت کناره‌گیری کرد. سال ۱۹۹۸ به همراه تنی چند از ادیبان و روشنفکران کُرد، مؤسسه انتشاراتیِ سه‌رده‌م (عصر) را بنیاد نهاد و تا پایان عمر سرپرستی آن را به عهده داشت. اشعار شیرکو از سال ۱۹۸۸ تحت عنوان شعر معاصر کُرد در کتاب‌های درسیِ دبیرستانهای ایالات متحده و کانادا گنجانده شده‌است. وی عضو کانون نویسندگان کُردستان و سوئد بود. گزیدهٔ اشعارِ شیرکو بیکس به بسیاری از زبان‌های دنیا، از جمله انگلیسی، فرانسوی، ایتالیایی، سوئدی، دانمارکی، مجاری، آلمانی، عربی، ترکی و فارسی ترجمه شده‌است. سال ۲۰۰۱ جایزهٔ شعر پیره‌مێرد (پیرمرد)، شاعر بزرگ کُرد به وی اعطا شد.[۲] شیرکو روز چهارم اوت ۲۰۱۳ (مصادف با ۱۳ مرداد ماه ۱۳۹۲) در استکهلم درگذشت، پیکر او به عنوان اولین وزیر فرهنگ کردستان عراق با تشریفات رسمی به کردستان برگردانده و بنا به وصیّتش در پارک آزادی شهر سلیمانیه به خاک سپرده شد.
    زندگی شیرکو تقریباً هم‌زمان با سرآغاز شعر نو در ادبیات کُرد بوده، او و هم‌قطارانش توانستند در این مدت کوتاه شعر کُردی را به مرزهای تازه‌ای از ادبیات جهانی برسانند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب