آثار، ودانۍ، حصارونه، بالاحصارونه، تاریخي سیمې او په ټوله کې تاریخي ابدات … د یو ملت د تمدن له ارزښتمنو نښو څخه دي، چې لرغونتوب یې د یو هېواد او ټولنې تاریخ او فرهنګ روښانه کوي؛ دغه ډول آثار، ودانۍ حصارونه او تاریخي سیمې … د راتلونکو نسلونو لپاره د حال او ماضي یا د تېرو نسلونو د افکارو، کړنو، هڅو، سرښېندنو، د ژوند کولو طرز، د ژوند پرمختیا ــ ځوړتیا او د ژوند لوړو ــ ژورو ښه ښکارندوی دي.
تاریخي ابدات د یوه هېواد او ټولنې ارزښتمنه شتمني ده، چې هېوادونه او ټولنې د هغوی په وسیله کولای شي، د یوې غوره ملی شتمنۍ په توګه ور څخه ګټه واخلي.
موږ اړتیا نه لرو، چې د خپلې لرغونتیا لپاره کالونه وشمېرو، همدغه تاریخي ابدات د یو هېواد ــ ټولنې اوږده مخېنه، تمدن، فرهنګ، معماري، برم، شان ــ شوکت، فکري ځواک او همدارنګه پر دې سربېره د پوځي تکتېکونو او د پوځي لوړتیا ښکارندوی کوي.
تاریخی ابدات د هغو رغول شویو ودانیو، ساختمانونو، آثار، حصارونو … ټولګې ته وایي چې د پخوانیو وګړو یا د تېرې زمانې د وګړو له خوا د بېلابېلو موخو له پاره رغول شوي وي.
هستوګنې ځایونه، زړې کلاګانې، حصارونه، کوټونه، بالاحصارونه، سمڅې، استوپې، جوماتونه، څلي، قبرونه …چې د پخوانیو انسانانو له خوا رغول شوي او کارول شوي وي تاریخي ابدات ګڼل کېږي؛ همدارنګه د غرونو په څوکو، لمنو کې کندل شوې برخې، توږل شوې ودانۍ د همدې لړې نورې برخې دي.
د تاریخي ابداتو د پېژندنې په هکله دا هم ویلی شو، چې ټولې هغه ودانۍ چې د انسانانو په وسیله رغېدلي وي، د نورو استوګنو ځایونو په پرتله بېلې او ځانګړې وي، د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې ور باندې مهمې پېښې تېرې شوي وي او لږ تر لږه یوه پېړۍ تاریخې مخېنه ولري، تاریخي ابداتو له ډلبندۍ څخه ګڼل کېږي.
هره ودانۍ، حصار، کلا، سمڅه، څلی … د تاریخي ابداتو په کټګورۍ کې نه شو شمېرلی، بلکې د پورتني پېژند په رڼا کې باید هره ودانۍ، حصار، کلا، سمڅه، څلی … دا لاندې درې مرحلې بشپړ کړي.
۱ ــ جوړښت او بڼه یې د نورو عادي ودانیو په پرتله ځانګړې وي او یا استثنا وي.
۲ ــ د تاریخ په اوږدو کې تاریخي پېښې ورباندې تېرې وي.
۳ ــ یوه پېړۍ تاریخي مخېنه ولري.
نړیوال اوس د تاریخي ابداتو ارزښت ته خورا ښه ملتفت شوي دي، هڅه کوي د ابداتو تاریخي مخېنه وپېژني ارزښت یې ثابت کړي او هراړخیزه پالنه یې وکړي؛ تاریخي ابدات د خپلو ځانګړنو د لرلو له امله د خورا زیات فرهنګي او کلتوري ارزښت لرونکي دي.
تاریخي ابدات د یو هېواد او ټولنې اصیل کلتور بې ساري بېلګې دي، چې د آر کلتور او فرهنګ استازیتوب کوي؛ نه یوازې دا چې د آر کلتور او فرهنګ استازیتوب کوي، بلکې د هېوادونو او ټولنو د تېرو نسلونو د ننګ، غرور او د خویونو ښکارندوي هم ور څخه کېږي؛ د بېلګې په توګه د ګردېز بالا حصار چې د مېلاد څخه (۳۲۸) کاله د مخه په دې موخه رغول شوی، چې د مقدوني سکندر د ېرغلونو په وړاندې غوره چمتو والی ولري او وکولای شي، چې په ښه توګه د خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.
د تاریخي ابداتو په هکله دا په جرأت سره ویلی شو، چې تاریخي ابدې د یو هېواد د وګړو ملي هویت او پېژند دی.
لکه څنګه چې افغانستان یو لرغونی هېواد دی او په دغه خاوره ډېرو تېریګرو او ښکېلاکګرو د خپلو شومو او مغرضو موخو د پلي کولو له پاره تاړاکونه کړي او په مقابل کې یې افغانانو د هغوی ځپلو، دفاع کولو او شړلو له پاره پوځي حصارونه او کلاګانې رغولي چې په اوس مهال کې یې فرهنګي ارزښت موندلی او ساتلی دی او په تاریخي ابداتو د کټګورۍ ځانګړنې یې بشپړ کړي دي.
تاریخي ابدات زموږ د نېکونو او پلرونو څخه په مېراث را پاتې ثروت دی، موږ ته د هغوی د قربانیو، هڅو، د ژوند د طرز او تفکر، پوځي تکتېکونو او د غلیم په وړاندې د مبارزې کېسې کوي.
د تاریخی ابداتو خوندیتوب او پایښت له پاره یوازی د هغوی څخه ساتنه او مراقبت بسنه نه کوي ؛ بلکې په معاصره نړۍ کې ډېری هېوادونه خپل تاریخي ابدات بیا ځلې رغوي او په ښه توګه یې مرمت کوي؛ ځکه د یو هېواد تاریخي آثار او ابدات د هېواد له پاره د عوایدو غوره سرچېنه، د ګرځندوۍ صنعت دی او له بله پلوه په معاصره نړۍ کې د تاریخي ابداتو څخه کتنه او ننداره کول، په یو نوي تجارت بدله شوې ده.
نو له همدې امله د نړۍ هېوادونه هڅه کوي چې خپل تېر تاریخ د مرمت، بیا رغونې، تاریخ لېکنې، څېړنې، کېسه لېکنې، فیلم جوړونې او د نورو فرهنګي فعالیتونو په وسیله ژوندی وساتي؛ د دې په وسیله نه یوازې چې تاریخي ابدات خوندي او د عوایدو وسیله کېږي؛ بلکې د ملتونو د اتحاد او یووالی سبب ګرځي او له بلې خوا په هېواد کې د مېشتو قومونو د ټولنیز او سولیز ژوند د ایجاد لامل کېږي.
دا څرګنده ده، چې په افغانستان کې په یاده برخه کې کار نه دی شوی او لامل هم دا دی، چې په دې هېواد کې په پرلپسې ډول د ځبرځواکو هېوادونو له خوا د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې یرغلونه شوي او افغانانو له خپلې خاورې په کلکه دفاع کړې ده، چې همدې یرغلونو په پایله کې د افغانستان ډېری مادي او معنوي شتمني له منځه تللې دي.
معلومات ښیي چې سیلانیان ډېری وخت د لېدنې له پاره هغه سېمې غوره کوي، چې زیات تاریخي ابدات ولري، له نېکمرغه افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې زیاتې لرغونې سېمې او لرغوني تاریخي ابدات لري؛ په افغانستان کې دا اندېښنه هم شته چې ډېری تاریخي سېمې او ابدات یې د جګړو په پایله کې وېجاړ شوي او څه یې قاچاق شوي دي؛ دولت او د سېمې اوسېدونکو ته ښایي چې په دغه برخه کې ځانګړې پاملرنه ولري؛ اړونده ادارت مکلف دي، چې د تاریخي ابدات وپېژني، مخېنه تثبیت کړي او د یونسکو سازمان د تاریخي ابداتو په نوملړ کې یې شاملې کړي.