پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو کابل کې د اسماعیل هنیه فاتحه واخیسته

طالبانو کابل کې د اسماعیل هنیه فاتحه واخیسته

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) طالبانو د یکشنې په ورځ د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د فلسطین د حماس غورځنګ د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه فاتحه اخیستې ده.

د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فاتحې دغو مراسمو ته زرګونه عام خلک او دغه راز واکمن چارواکي ورغلي وو.

دغو مراسمو ته د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند هم پیغام استولی و.

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې هم د هنیه په وژل کېدو غمرازي ښودلې، خو ځینو نورو بیا ویلي چې طالبان څنګه ځانته په همدې عیدګاه جومات کې د پښتنو د حقونو لپاره د وژل شوي ګیله من وزیر د غیابي جنازې خنډ کیږي، خو د یوه فلسطیني مبارز په غمرازۍ پراخ مراسم نیسي.

منتقدانو یو ځل بیا طالبانو د افغاني – پښتون نشنلیزم په دښمنۍ او په دې برخه کې د پاکستان په مشخص لاسپوڅي تورن کړي، خو طالب چارواکو داسې تورونه تل رد کړي.

3 COMMENTS

  1. ګیله من وزیر خو افغان او د پاکستان ددولت مخالف وو ؛ زبیح الله وېلې چې مړی نه وي د جنازې د لمانځه کول غلط دی نو څکه مو مخالفت وکه، خو ګورۍ هینیه ډیر لرې او افغان هم ندی جنازه یې واخیسته ، دا خو نو طالبجان د پاکستان د سیاست او ګټو واقعي غلام دی .!

  2. آلله ج دي يى شهادت پخپل دربار کى قبول او مقبول کړى ټول مسلمانان د هانيه په شهادت غمجن دي

  3. ګیله من خو لکه چې مسلمان او افغان نه ؤ. دوی وایي چې د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمان وي او ترهګریزه عقیده او ویجاړونکی فکر ولري هغه صحي مسلمان دی. که څیړنې وشي امکان دې ولري د هنیه د مرګ لړۍ امریکا دوستو او امریکا غلامو طالبانو ته راورسیږي ځکه دې طالبانو په تیرو شلو کلو کې په زرهاو عربان د امریکا په ډرون ووژل. عرب به ددې طالبانو سره وکتل چې ځه زمونږ د عقیدې کس دی مګر خبر نه ؤ چې طالب ته امریکا کونه کې شی لګولی او تعقیبیږي کله به یې چې د عرب ځای پریښود عرب به ډرون وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب