جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهژبپوه خبريال (طنز) لیکوال: عبدالنافع همت

ژبپوه خبريال (طنز) لیکوال: عبدالنافع همت

خبريال: حاجي صاحب (ښې چارې)

کلیوال بوډا: ښې چاري له کومه سوې بابا، سم د سره تناره پر سر ژوند کوو

خبريال: څه موده مخکي مو ځوان زوی ووژل سو او تاسي هم بوډا ياست،

   اوس د کور لپاره خوراکي (توکي) څنګه برابروئ؟    

کليوال بوډا: دا اوس ته څه وايې؟ زموږ په ژړاوو زاره وچاودله ته وايې ټوکي  

خبریال: بابا ټوکي نه، توکي يادوم

کليوال بوډا: توکي نه پېژنم، دا نوي خبري بيا دا تاسي هلکانو راوایستلې

خبريال: په کور کي مو د کار کولو بل څوک (شتون لري)؟

کليوال بوډا: نه په کور کي مو (شپون) نسته، که مطلب دي شکوڼ وي نو ورسه په دا مخامخ غره کي ډېر دي

خبریال: شپون نه، شتون، شتون

کليوال بوډا: نه زه د شتون په نوم زوی نه لرم، يوازي يو زوی لرم،

سپين ګل نومېږي او په پوهنتون کي خپل درسونه وايي

خبريال: نن ستاسي د ولسوالۍ خلکو (لاريون) کړی دی، تاسي ولي په

دې لاريون کي برخه نه ده اخيستې؟

کلیوال بوډا: (په قهر) ولي زه لېونی يم چي په لوی لاس په ناورين کي برخه

واخلم؟ خدای دي مو له ناورينه وساتي

خبريال: بابا زما مطلب لاريون دی، ما ويل نن ستاسي د ولسوالۍ خلک

د حکومت په هوايي بمباريو کي د وژل سويو جسدونو سره

ولايت ته ورغلي دي

کليوال بوډا: هو نن زموږ خلک حکومت ته په چيغو او بوغارو ورغلي دي او

ښه وايي، د خدای پار دی حکومت موږ ولي وژني؟ څه ګناه مو

کړې ده؟ نه مو بلوا کړې ده او نه پر حکومت راپور ته سوي يو؟

خبريال: تاسي مخکي وويل چي يو زوی مي (زده کړيال) دی او تاسي

هم بوډا ياست، ستا د زوی (اړين) شيان څوک برابروي؟

کليوال بوډا: اوس خو ژمی نه دی، وړين شيان څه کوو

خبريال: وړين نه، مطلب مي اړين دی

کليوال بوډا: په دې ګډووډو خبرو نه پوهېږم

خبریال: زه چي ګورم ستاسي لاسونه تڼاکي دي، لکه چي (شاقه)

کارونه کوئ که څنګه؟

کلیوال بوډا: نه د شاه کاکا کارونه نه کوم،خپله يوه ټوټه ځمکه لرم، هغه کرم

خبریال: ما ويل درانه کارونه کوئ که څنګه؟

کلیوال بوډا: تر اوسه مي خپل کار نه دی تللی چي دروند دی که سپک،

زه بزګري کومه، زياتي ستا کار دی که يې تلې که يې کچې

خبريال: ډوډۍ له (ټيکلپخ) څخه رانيسئ او که يې خپله پخوئ؟

بوډا: نه له ټيکلپخ يا بل کافر څخه ډوډۍ نه رانیسو، شکر خدای

لاسونه راکړي دي، خپله يې پخوو

خبريال: (په خندا) بابا له ټيکلپخ څخه مي مطلب نانوای دی

کليوال بوډا: نو خو دغسي ووايه چي نانوای، زه حيران سوم چي دا يې لا

څه بلا ده

خبريال: څه موده مخکي ستاسي په کلي کي يو قومي مشر حاجي

عبدالله خان (ترور) سو، څه فکر کوئ چي دا کار به چا کړی وي؟

کلیوال بوډا: بچيه د بل چا په مخ کي و نه وايې چي عبدالله خان ترور سو،

ترور د پلار خور ته وايي چي پاړسيوانان يې عمه بولي او حاجي

عبدالله خان نر و

خبريال: زما مطلب دا دی چي حاجي عبدالله خان ووژل سو

کليوال بوډا: خو دغسي ووايه چي ووژل سو، دا څه مانا چي ترور سو

خبريال: څه فکر کوئ که هره ورځ قومي مشران وژل کېږي په وطن کي

به (ټيکاو) راسي؟

کليوال بوډا: تر اوسه پوري خو د کفارو دغه مشر زموږ کلي ته نه دی راغلی،

که وروسته راغی په دې نه يم خبر، ستاسي خپل کافر دی

تاسي به خبر ياست

خبريال: څه فکر کوئ چي د تراهګرو د دغه ډول وژنو (موخه) به څه وي؟

کليوال بوډا: موخه ياني موخۍ يادوې؟

خبريال: موخۍ څه ته وايي؟

کليوال: موخۍ په پښتو کي د نجونو بدل ته وايي، زموږ په کلي کي

اوس شکر دی خلک نجوني په موخۍ نه ورکول کېږي

خبريال: بابا څه فکر کوئ، دغه جنګ جګړې (بسنه) نه کوي، ځکه ډېر

خلک مړه، ټپيان او بې کوره سول

کلیوال: دا خو د خدای کار دی چي د دين دښمنانو ته جزا ورکوي او که

بخښنه ورته کوي، زه څه خبر يم

خبريال: مطلب مي دا دی چي جنګ نور بس نه دی؟

کلیوال بوډا: په بس او بسنه دي نه پوهېږم، خو موږ نور له جنګه ستړي يو،

کورونه مو له کونډو او يتيمانو ډک دي، په هر کور کي  چيغي او

ژړاوي دي، ټول وطن مو هديره سو، اوس مو نو بيخي په سترګو    کي اوښکي وچي سوې

خبريال: بابا څه فکر کوئ په افغانستان کي سوله (شونې) ده؟

کلیوال بوډا: هو زموږ کلی له شينو ډک دی، ډېر يې تنګ کړي يو، ټول چرګان

يې نيولي دي، نه پوهېږم چي تا به شيني له نژدې ليدلي وي

که نه؟ شيني يو ډول وړې خزندې دي چي د چرګو په بڼکو کي

پيدا کېږي، نه پوهېږم چي تاسي خارجيان به همدا شیني

يادوئ که بل څه؟

خبریال: بابا ستاسي په کلي کي خو کلينيک هم نسته، (بلاربه) مېرمنه

د علاج لپاره چېري وړئ؟

کليوال بوډا: (په قهر) هرګوره چي مېلمه يې، که نه نو ځان مي درباندي

غازي کاوه او مردارولې مي

خبريال: (په وارخطايي) ولي بابا ما کوم بد کار وکړ چي ته راته په قهر

سوې؟

کليوال: بد لا تور وی که سپين؟ ته انسان يې که غويی؟ څوک ښځي

ته بلاربه وايي؟ بلاربه په پښتو کي هغه  غوا، مېږه، اوښه او وزه بولي چي بچی يې په ګېډه کي وي، پښتانه دغه ډول مېرمني ته اميدواره وايي

خبريال: ښه ښه اوس پوه سوم

کلیوال بوډا: (په خندا) ګوره بل وار که زموږ کلي ته راتلې، نو يو پښتون

ترجمان درسره راوله، کنه خلک به دي دومره وډبوي لکه د

پېشلمي ډوول، سر دي خلاص سو؟

خبريال: هو سر مي خلاص سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب