د بالښت څنګ ته اېښي مبایل ته یې لاس کړ، پر ښېښه یې ګوته ورتېره کړه، د درې کلنې نجلۍ له موسکا ډکه څېره راښکاره شوه. ښه په ځېر یې ورته وکتل، د شپې دوه بجې وې، مبایل یې ځکه راواخیست،چې وپوهېږي څو بجې دي. خو د نجلۍ مسکې او له ماشومانه نازه ډکې څېرې یې خوب لا پسې وتښتاوه، درسته شپه یې سترګه نه وه پټه کړې، څلورو بجو ته یې باید ځان هوایي ډګر ته رسولی وای، خو سړی په داسې خیالونو کې ډوب شو لکه هېڅ سفر یې چې په مخکې نه وي.
د مبایل پر ښېشه یې د ماشومې عکس ښکل کړ. ناڅاپه یې سینه ورو ورو په رېږدېدو شوه، اوښکې یې پر مخ راوبهېدې.
ځان سره یې وویل: نه نه کیږي!
خو بېرته وریاد شول،چې که د سفر موزي په پښو نه کړي، نو کورنۍ به یې له لوږي مړه شي.
له ځانه یې پوښتنې کولې او بېرته ځوابولې.
د تلو او نه تلو په دوه لارې کې ولاړ و.
د کليوالو خبرې وریادې شوې: چا چې مسافري نه وې کړي، هغه نر نه دی.
په چورتونو کې ډوب شو، د کلیوالو پېغورونه او ملنډې به یې سترګو ته ودرېدې.
زړه یې شو،چې له هوټله ښکته شي او مخ پر هوایي ډګر رهي شي.
له خپل ځایه راولاړ شو، د کوټې له کړکۍ یې ښکته وکتل. یو د منځني منګ سړی ښکارېده،چې له ټکسیوان سره یې د ټکسي شاته بکسونه اېښودل. بکسونه ډير درانده ښکاره کېدل، دومره درانه لکه د ده په څېر د یوه بې روزګاره ځوان غمونه.
په ټکسي کې یوه ښځه او نور څو ماشومان ناست وو.
وخت په تېرېدو و، باید دی هم همدا اوس د هغوی په څېر هوایي ډګر ته روان شوی وای.
خو سړی بېړه نه کوله، لکه ښه ډیر پښه نیولی او دوه زړی چې وي.
څه شېبه وروسته، د سهار آذان وشو، د هوټل په دهلیز کې د خلکو غږېدا شوه.
دی هم له کوټې ووت.
خو بکس یې له ځانه سره وانخیست.
سپېدې چاودلې وې، د ښار په چوک کې د کارګرانو ګڼه ګوڼه وه.
که به هسې هم د چوک مخې ته موټر ودرېد،کارګران به پرې ورمات شول.
چېغې به جوړې شوې:
څه کار دی؟ هر کار چې وي کوم یې
سړی لکه له نورو چې مرور وي، ځانته غلی ولاړ و.
پای