دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د ښار جوړونې وزیر:د دولتي ځمکو غاصبینو سره حساب کوو

د ط-انو د ښار جوړونې وزیر:د دولتي ځمکو غاصبینو سره حساب کوو

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏د طالبانو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وايي، وزارت يې د هېواد والو لپاره د ښه او مناسبې معیاري سرپناه د جوړولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه دمګړۍ د سرپناه جوړونې درې لويې پروژې تر کار لاندې دي.

په دغه دریو پروژو کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې قطري پروژه، د دارالامان په سیمه کې د چین هېواد له لورې په بلا عوضه توګه د هستوګنیز ښارګوټې د جوړولو پروژه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پيروزي ښارګوټي پروژه شاملې دي.

د نوموړي په وینا د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د قطر هېواد له لوري د هستوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې بېرته پیل شوې دي او په دارالامان سیمه کې د چین هېواد له لوري د هستوګنیز ښارګوټې د جوړېدو په اړه له چینايي لوري سره خبرې روانې دي او د جوړولو عملي چارې به یې ژر پیل شي.

د نوموړي په خبره د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د ۱۱ زره بابه کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

یاد وزارت همدارنګه د طالبانو د واک ته رسېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۳ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د ژغورلو خبر هم ورکړی دی.

مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه چې د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو او مخنيوي په موخه د طالبانو د امیرالمؤمنین تر حکم وروسته د ښار جوړولو، عدليې او کرنې وزارتونو، لویې څاروانوالۍ او سترې محکې د استازو نه د جوړ شوي کمېسیون له لوري د قانون یوه ځانګړې مسوده ترتیب شوې او د تصویب په موخه بېرته د طالبانو لوی مشر ته لېږل شوې، چې تر منظورۍ او توشېح وروسته به د همدې قانون له مخې د دولتي ځمکو له غاصبینو سره حساب کتاب وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره ۱میلیارد ۲۹میلیونه ۱۳ زره او ۱۰۰ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، چې څه د پاسه ۹۲۲ میلیونه یې عادي او ۱۰۷ میلیونه يې پراختیايي بودیجه ټاکل شوې ده.

یاد وزارت همدارنګه په تېر یوه کال کې ۱ میلیارد ۲۱ میلیونه ۲۴ زره ۲۴۵ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

هېره دې نه وي چې ۱۲ ولایتونو ته د تفصیلي پلانونو جوړول، ۶ ولایتونو ته د بیا رغونې پلانونه ترتیبول، د نوي کابل د ۱۱ زونونو لپاره د سړکونو او برېښنا شبکې طرح او ډیزاین کول، د دوه سوه زره بابه کورونو د برنامې عملي کول چې د آپارتمانونو او حویلۍ په شکل به جوړېږي او د اقتصادي او تفریحي پارکونو پراختیا د یاد وزارت راتلونکي پلانونه په ګوته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په ځینو سیمو کې طالب چارواکي او قومندانان حتا د هدیرو د ځمکو په غصبولو تورنیږي او له نورو دولتي ځمکو څخه ېې د ناوړه استفادې خبرونه ورکول کېږي.

طالبان بيا پر ځان هر ډول تورونه او نیوکې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب