مقدمه:
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې دورې یو کال پوره کیږي، خو تر اوسه پورې په افغانستان کې د اسلامي او یا کوم بل حکومتي نظام د جوړېدو کومه نښه نښانه، نه تر سترگو کیږي.
که څه هم طالبان دا ادعا لري چې په افغانستان کې یې «اسلامي نظام» حاکم کړی، خو په ښکاره لیدل کیږي چې دا ادعاوې د دې ډلې د غړو د کاذب غرور اوعلمي او فکري کمزورتیا زیږنده ده. په واضحه توګه لیدل کیږي چې د یادې ډلې غړي په حقیقت کې تر دې دمه د عاموخلکو لخوا د اسلام د دین د ځینو احکامو(فرایضو او وجایبو) د مراعاتولو او اسلامي نظام تر منځ په توپیرباندي نه پوهیږي؛ د طالبانو د ډلې اکثریت غړي (د بعضو مشرانو په ګډون) داسې انګیري چې کله په هیواد عام خلک پنځه وخته لمونځ کوي، روژه نیسي، نارینه ږیره لري، ښځې اسلامي حجاب اغوندي، د جوماتونو ملا امامان او د دیني مدارسو مفتیان په دولتي څوکیو کې وي، بیا نو اسلامي نظام سل په سلو کې قایم دی، د خلکو د ستونزو او مشکلاتو حل اسلامي نظام پورې هیڅ تلق نلري او پدې اړه کوم کار او زیار ته اړتیا نه لیدل کیږي، د مشر مولوي صاحب (رئیس الوزار) داخبره چه خلک (رعیت) د رزق لپاره الله تعالی ته بغارې ووهي، دې همدې نظریې ښکاره ثبوت دی.
اوس د یو کال په تیریدو سره هم د افغانستان له خلکو او هم دنیاوالو سره دا اندیښنه پیدا شوې چې آیا طالب چارواکي د دې ظرفیت، اهلیت، درایت او توانمندي لري چې په افغانستان کې اسلامي او یا کوم بل نوع سیاسي/ حکومتي نظام تاسیس کړي او که څنګه؟دا په داسې حال کې ده چې د بشر د تاریخ په مختلفو دورو کې د نورو سیاسي/حکومتي نظامونو په پرتله، چې تر اوسه په نړۍ کې تجربه شوي، اسلامي نظام د شکل او ماهیت له پلوه، خورا پیچلي او نازک ابعاد لري او د اسلام د دین په اړوندو مختلفو مذهبونه کې د دې سیسټم په اړه ځانګړي تفسیرونه اونظریې شتون لري.
غواړم دلته د اسلامي نظام عمومي (شکلي او ماهوي) اړخونه په بیان سره همدې سوال ته په لنډه توګه ځواب ووایم چې آیا موجوده طالب چارواکي د اسلامی او یا کوم بل نظام د جوړولو ظرفیت اواهلیت لري او که نه؟
اول- اسلامي سیاسي/ حکومتي نظام د ماهیت له پلوه:
اسلامي سیاسي/ حکومتي نظام د ماهیت له اړخه پرداسې با ارزښته معنوي بنسټونو لکه: سپیځلتیا، انساني تقوا، عدالت، صداقت، ایماندارۍ او امانت دارۍ ولاړ نظام دی چې ساری یې په نورو مودرنو نظامونو کې ډیر کم لیدل کیږي؛ په اسلامي نظام کې پر اسلامي اصولو ولاړ نظام دی د درواغو، ټگیو، برگیو، دوکو، غدر، د خلکو یا بیت المال څخه ناوړه گټه اخېستنه، پر عامو خلکو باندې ظلم، زیاتی، ناروا، د انساني کرامت خلاف کړنو او نورمفاسدو لپاره اصلا ځای نشته. د دې نظام هر چارواکی باید د پوهې، بصریت، تقوا، عدل، انصاف ښو اخلاقو، سپیځلتیا، امانتدارۍ اونورو ورته صفاتو نمونه وي.
د اسلامي نظام اساسي موخې د انسان د ځان، مال، عقل، نسل او عزت ساتنه ده؛ په دې نظام کې د انسان پرشرعي او قانوني حقوقو باندې تیری د اسلام د دین د احکامو مخالف عمل بلل کیږي چې د دنیوي مجازاتو ترڅنګ اخروي مجازات هم لري.
په اسلامي نظام کې اصلاٌ د انساني حاکمیت لپاره ځای نشته، اصلي حاکمیت تل د الله تعالی سره دی او د قراني احکامو پراساس فعالیت کوي. پدې نظام کې څوک چې د حکومت په رآس کې قرارلري د رعیت خادمان ګڼل کیږي، پدې نظام کې د حکومتي چارواکو او رعیت په منځ کې د شرعي حقوقو په اعتبار، هیڅ توپیر او برتري نشته، بلکې چارواکي باید د رعیت نه کم امتیازات ولري.
پدې اساس د داسې یو عادل او فاضل اوپر ټولو اسلامي او انساني اصولو ولاړ نظام د جوړولو او ټینګښت لپاره په اول قدم کې ژورې دیني او عصري پوهې ته او بیا پورته ذکرشوي انساني صفاتو ته سخته اړتیا لیدل کیږي.
کله چې د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په کال 621 ميلادي کې په مدينه منوره کې د اسلامي دولت بنسټ کيښود له همغې مودې څخه مسلمانانو د اسلامي نظام اصول زده کړي چې سوونه کاله يې دوام وموند. کله د خلافت په نوم او کله د امارت په نوم خو مهمه داوه چې څنگه نظام یې راوستی و، رعیت یې څنگه ژوند درلود، حاکم د ژوند په کوم حالت کې و او داسې نور امتیازات چې د نننۍ نړۍ په نظامو کې شتون نلري.
لکه څنګه چې مخکې وویل شول په اسلامي نظام کې حاکم د خلکو خدمتگار وي حتا تردې چې دحاکم ژوند له ټولو خلکو څخه په ټیټه درجه کې وي، موږ د داسې نظام ډیرې نمونې لرو چې یو یې د عمر ابن عبدالعزیز حاکمیت دی، د عمر ابن عبدالعزیز داسې حکومت و چې انسانان خو لاپریږده چې لیوه هم په رمې حمله نه کوله، د ده په حاکمیت کې په ټولو محکومو ځایونو کې ترده ډیر ناداره کس نه موندل کیده حتا تردې اندازې غربت لمنځه تللی و چې له کاشغره تر اندولس پورې یو کس هم د زکات مستحق نه و، د امیر المومنین زوی به د اختر پر ورځې زاړه او شلیدلي کالي پرتن ول او داسې نورې د حیرانتیا وړ صفات پکې و.
د اسلامي نظام ښه والی پدې کې دی چې نه یوازې داچې عامه وگړيو ته پکې خدمت کیږي او د هغوی په وړاندې مسول دی مگر وگړوته هم پکې مسولیتونه سپارل شوي که د ځان په اړه وي او که د نورو په اړه، لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایي چې: (الایمان بضع وسبعون شعبۀ افضلها کلۀ لا اله الا الله و ادناها اماتۀ الاذی عن الطریق و الحیا شعبۀ من الایمان) ژباړه: ایمان څو اویا څانگې لري چې ترټولو غوره یې د لا اله الا الله کلمه ده او ټیټه یې له لارې څخه د ناوړه څیزونو لیرې کول دي او حیا هم د ایمان یوه برخه ده.
په پورتني حدیث کې موږته لوی درس پروت دی، د لارې سره خو اصلا د ښاروالۍ کار وي خو اسلام موږ ته وایي چی لاره خو مه خرابوئ که چا څه ورانی کړی وي نو عامه وگړي هم مسول دی چې لاره پاکه کړي.
دا هغه څیزونه دي چې له اسلامي حکومت سره مرسته کوي، ځواکمنوي یې او ښه یې پرمخ بیایي پداسې حال کې چې په نوره نړۍ کې چې اسلامي قانون نلري لوی مشکل دادی چې عامه وگړي د جهازونو په واسطه کنترولیږي که هغه پولیس وي او که کامره مگر که چا کوم ناوړه کار ترسره کړ او تعقیب نشو نو هغه مجرم ندی، پداسې حال کې چې موږ د اسلام په راس کې داسې ډیر مثالونه لرو چې مجرم خپله په خپل جرم اعتراف کړی بې له دې چې کومه کامره یا کوم بل جهاز یې کنترول کړي خپله یې پرځان د حد د جاري کېدو غوښتنه کړې، دا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سالمه او موثره تربیه وه.
اوس د پورته ذکر شوي مواردو په رڼا کې موږ کولای شو چې د موجوده حکمرانانو ارزیابي په بې پرې توگه ترسره کړو؛ په اول قدم کې ایجاب کوي موجوده حکمرانان د مسلکي پوهې له اړخه ارزیابي کړو. ټولو ته جوته ده چې متاسفانه د موجوده حکمرانانو له جملې څخه قاطع اکثریت یی حتا لازم سواد نلري، دا خو لا پر خپل ځای پریږده چې دوی کوم ځانکړې مسلکي او تخصصي وړتیا ولري، د موجوده ټیکنالوژۍ سره نابلده دي او د دوی په منځ کې ډیر کم داسې کسان لیدل کیږي چې په کوم مشخص بخش کې مسلکي زدکړې کړې وي، حتا په فقهي مسایلو باندې هم دوی ډیر کم پوهیږي او یا دا چې اصلاْ کوم دقیق مالومات نلري او استدلال یې همیشه د افاقي معلوماتو پر اساس وي.
په همدې نژدې ورځو کې چې کله د پاکستان د علماوو یوه ډله افغانستان ته تللی وو، بعضی لوړ پوړي چارواکو له دوی نه غوښتنه کوله چې طالب چارواکو ته د پاکستاني مدرسو سرتیفیکتونه ورکړل شي- د دې پیښی ویدیوګانې په رسنیو کې نشرشوې دي.
اما سره له دې چې دوی پر دې موضوع ښه پوهیږي چې د حکومتي نظام د چلولو علمي او تخنیکي ظرفیت او وړتیا په دوی کې نشته، خو بیا هم حکومتي څوکۍ یې برمته کړې دي، چې دا ډول کړنې د اسلام د مبین دین سره هیڅ نوع مطابقت نه لري.
دلته غواړم څو وړې نمونې د موجوده حکمرانانو د ژورې بېسوادۍ تاسو ته وړاندې کوم- آیا د داسې چارواکو نه د حکومتولۍ د عدالت د تطبیق طمعه کیدای شي؟
لومړی انځور:
دا زموږ د عدلی او قضایی نظام چه د عدالت د پلی کولو مرجع ګڼل، موجوده وضعیت دی.
دا یی بله نمونه (دریم انځور) ده چې د مسجد ملا د رئیس په توګه ګمارل شوی، دلته موجوده چارواکي خپل امانت داري په پوره توګه تر سوال لاندې راوستې، دا ځکه چې د دین حکم دا ده چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.
همداشان که څوگ یې مني او که یې نه مني، د موجوده حکمرانانو د اجرااتو روڼتیا او په وظایفو کې د صدقت او امانت دارۍ مساله هم تر جدي پوښتنې لاندې راغلې، خورا ډیر مثالونه او کره شواهد او اسناد وجود لري چې په ادارو کې د فساد پراخ شتون تاییدوي؛ آن تر دې چې د پاسپورت په ریاست اوځیني نورو دولتي ادارو کې د فساد د شتون مستند راپورونه په مطبوعاتو کې هم نشر شوي دي. دچارواکو د مجللوکورونو، بانکي اکاونټونو او لوکسو موټرانو باندې خو ټول خلک خبر دي، درحالیکه چې عام ولس د فقر پر ټغر ناست او ځينو خو لاخپل بچي خرڅ کړل، که چیرې خارجي کومکونه نه وي یقیناٌ چې ډیر خلک به له لوږې نه تلف شي.
همداشان د دعوت د کمیسیون اجراات وښودله چې نن سبا په افغانستان کی مفسدینو ته د هغو خلکو په پرتله چې په خپل هیواد کې یې صادقانه وظیفه ترسره کړې، ډیر ارزښت ورکول کیږي، څومره کسان چې د دې کمیسیون د هڅو په نتیجه کې بیرته وطن ته راستانه شوي، قاطع اکثریت یې پخوانی مفسدین دي چې په عدلي او قضایي ادارو کې یې دوسیې درلودلې لکه: جنرال انور کوهستانی، امان الله غالب د بریښنا رییس او داسې نور.
دقانون په تطبیق کې د رعیت او حاکمانوپه منځ کې واضح تفاوت او بې عدالتي لیدل کیږي؛ دپاسپورت د پخواني رئیس ورور….په بالفعله توګه د اخلاقي فساد په تور ونیول شو، اما تر اوسه پورې چا ورته غږهم ندی کړی، درحالیکه چې عام خلک روزمره د ډیرو وړو تخلفاتوپه بهانه محاکمه کیږي، ځورول کیږي او شکنجه کیږي.
حتا داسې شواهد شته چې موجوده حکمرانان د همدغو مفسدینو له خوا اکمالیږي، لاندیني عکس (څلورم انځور) کې د داخله وزارت قراردادي حاجي محمد رسا او کرام الدین چې په مالي او اخلاقي فساد ککړ اومعلوم الحاله خلک دي لیدل کیږي چې د کابل والي سره ناست دي.
عدالت د اسلامی نظام محورګڼل کیږی، د اسلامی نظام چارواکی باید داسی عدالت وکوی چه ټول خلک د مصونیت احساس ولری او پدی باندی باوری وی چه که چیری ورسره څوک زیاتی کوی، حاکمه طبقه د دی وړتیا لری چه د دی پوښتنه وکړی او عدالت تامین کړی، موجوده چارواکي پدې کارکې هم پاتې راغلي او خصوصاْ د دوی خپل ملګری د ظلم اوستم ژوندي مثالونه دي او د پوښتنې اصلا څوک نشته. په اسلامي نظام کې چارواکي د رعیت د ټولو مشکلاتو او ستونزو د حل مکلفیت پر غاړه لري. دا پداسې حال کې ده چې په افغانستان کې په میلیونو انسانان د لوږې او په سلهاو زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، اما حکمرانان نه تنها دا چې د خلکو په فکر کې ندي، بلکې چې څومره یې وسه کیږي ځان ته پیسې اونور قیمتي شیان ذخیره کوي.
له پورته ذکرشوي مطالبو څخه راڅرګندیږي چې موجوده چارکواکې په علمی لحاظ او هم د نورو دلایلو په اساس د نظام د جوړولوظرفیت او اهلیت نشته او ډیر ژر به هرڅه د مطلق ناورین خواته لاړشي.
(پاتې لري)
کوم څه چې ټالبان له هغه د اسلامي نظام تصور لري ، د ملا ډیزل ، ملا آی اس آی ، ملا پنجاب آخوندانو د منافقت او شیطانت د سیاست نیتجه ده .
د پنجاب د دولت نوم جمهوري اسلامي پاکستان دی ، خو د هیرا منډه یی خلاصې دروازې بیا د ناب او سچه پنجابي اسلام تر ټولو ښه نمونه ده . خپل تولیدي محصولات لکه پوقانه ، جرګانه ، پاپور او هر ډول تازه مېوې افغانستان ته بې محصوله را روان دي ، خو د افغانستان د مېوو او حاصلاتو په وخت کې ټولې دروازې د افغان سوداګرو پرمخ تړلي وي . په افغانستان کې د ټالب واکمني یو شرعي عمل دي ، خو د پاکستان ټي ټي پي باید د پنجابي جنرالانو غوښتنو ته د تعظیم سر ټیټ کړي .
هلته د نجونو او ښځو د تحصیل ، تعلیم او کار دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستي وي ، خو په افغانستان کې باید منع او حرام عمل وي . بنا د ټالب اسلامي نظام د پنجاب د منافقو ملایانو د غلط اومغرضانه سیاست پلي کول دي .