یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهايران د ط-انو له لوري د هلمند سيند د اوبو ور پريښودو...

ايران د ط-انو له لوري د هلمند سيند د اوبو ور پريښودو خبر ورکړ

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏ايراني چارواکو تر هغې وروسته،چې طالبانو سره د اړيکو يو مهم شرط دوی ته د اوبو ور پريښودل وګڼل، خبر ورکړی چې طالبانو یې دغه شرط ته غاړه ايښې او د هلمند سيند اوبه ېې ور خوشې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په يوه ټویټ کې لیکلي،چې د هلمند سيند ور پريښودل شوې اوبه د بلوچستان سيستان ته رسیدلي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو اوبو د ور پریښودو د دوام په اړه يې طالبانو سره د هېواد خبرې روانې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی د خپلو منتقدینو له لوري تورنیږي،چې د افغانستان د اقتدار په سر يې د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د پردې شاته هر ډول معاملې منلي،خو طالبان داسې تورونه بې اساسه ګڼي.

1 COMMENT

  1. واک خور شی دی او سخته نشه لري.
    فرعون د خپل واک او واکمنی ساتلو لپاره له هر حه تير شو. تولى سرى كرسى يى ماتى كرى. له خدايه منكر شو او ان د ((انا ربكم الاعلى)) دعوه يى وكره. د موسى عليه السلام تكذيب يى وكر. د بندي كولو او مرگ گواسونه يى ورته وكرل. خپلو ساحرانو چی ايمان راور د لاسونو او پسو غوحولو گواسنه يى ورته وكره. په سحر کی چی ناکام شو، نو خلک يى د ملتپالني په پلمه له حان پسی ودرول. له الله تعالى سره يى د جنگ اعلان وکر. غشي يى اسمان لور ته وتوغول. د الله تعالى د وزنى دعوه يى وكره. د گد زوند ورانديز يى وكر او حانونه يى مسلمانان وسوول، خو په پته يى پلان جور کر چی مور به دوی ته بيلابيلى پلمو جوروو. بدنام و به يى. د شپی چاپی به پری وهو او بنديانوو به يى او بيا به يى په زندان کی ربروو. د موسی او د هارون عليهما السلام د قتل هود يى وكر، نو بيا الله تعالى موسى عليه السلام ته وويل چی اوس مصر خوشی کره او ولار شه. هماغه وو چی الله تعالی د موسی عليه السلام او د هغه د قوم وزنى په هحه راووت او نيل ته پسی راورسيد او الله تعالى هملته په نيل كى له هر حه حخه خلاص او د ده مرى يى د اوبو سرته راويست ((لتكون لمن خلفك اية)).
    جنگ خو اسانه دی، خو حکومت جورول او کول او هيواد ساتنه گران کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب