دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد غوري سمنټو د فابريکې د چارو د بیرته پیل ادعا وشوه

د غوري سمنټو د فابريکې د چارو د بیرته پیل ادعا وشوه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏د طالبانو مطبوعاتي سرچینې ادعا کوي،چې د ډبرو سکرو د کمښت ستونزې په حلولو سره د غوري سمنټو د فابريکې فعاليتونه بيا پيل شول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د غوري سمنټو د فابريکې د مالي او اداري مرستيال عبدالوکيل قيومي په قول وايي،چې د سمنټو د توليدولو يوازېنۍ ستونزه د ډبرو سکرو د بيو لوړوالی و چې د ملي پراختيا شرکت د مشرتابه پلاوي د هلوځلو په پايله کې ياده ستونزه حل شوه او د سمنټو د توليدولو بهير له سره پيل شو.

نوموړي زياته کړه د غوري سمنټو د فابريکو مشرتابه هڅه کوي چې د ډبرو سکرو د لېږدونې په ګړندي کولو سره د سمنټ د توليد يو بل داش هم فعال کړي.

طالبان له خپلو مطبوعاتي ادرسونو څخه په وروستیو کې د ډېرو داسې چارو او پرمختګونو ادعاوې کوي،خو منتقدین ېې د مشخصو جزییاتو او مستندو ویډیوګانو د نشتوالي له امله تر ډېره تبلیغاتي هڅې بولي.

د بغلان ولايت د دغې فابريکې د چارو د بیرته پیل خبر طالبانو په داسې مهال ورکړی،چې څه موده مخکې د فابریکې لسګونه کارکوونکو په ډله ییزه توګه د يوې شکایتي ویډیو له خپرولو سره د طالبانو چارواکي د بیا واکمنۍ له پیله یې د دوی د معاشونو په نه ورکولو او په دې ډول د شرکت د تړلو او سقوط په هڅو تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب