دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+هر څه بدیل لري خو وطن بدیل نه لري!/ عصمت بهیر

هر څه بدیل لري خو وطن بدیل نه لري!/ عصمت بهیر

کله چې پروسږ کال د اګست پر ۱۵ـ مه  طالبانو د دوهم ځل لپاره کابل ونیوه، نو په افغانستان کې یو لوی سیاسي توفان رامنځته شو. د دغه بې رحمه توفان زورو څپو دننه په هېواد کې میلیونونه افغانان لاندې کړل او د لسګونو زرو نورو په شان یې زه، زما میرمن ماریا جانه او زموږ بچی پاچاخان هم د سرخوندیتوب لپاره د نړۍ ګوټ، ګوټ ته مهاجر کړل.

تاسو پوهېږئ! د یوه هېواد لویې شتمنۍ د هغه معدنونه، اب و هوا، غرونه او رغرونه، دود او دستور او د هغه جغرافیه وي خو تر دغو لویه شتمني یې بشري قوه او په خاصه توګه علمي کادرونه وي. له بده مرغه افغانستان د نړۍ او سیمې د جابرو سیاستونو او کورنیو سیاسي ټیکدارنو د واک د جنوني غوښتنو په پایله کې دغه ارزښتناکه خزانه د دوهم ځل لپاره له لاسه ورکړه. د دوهم ځل مې ځکه یاد کړ، چې یو وارمخکې هم افغانستان د کورنۍ جګړې او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال میلیونونه افغانان، چې په هغه کې زرګونه یې علمي او مسلکي کادرونه هم ول، مهاجر شول.

ما اورېدلي او لوستلي دي، کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا او ناټو په ملاتړ د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې لومړی لنډمهاله او وروسته انتقالي اداره جوړه شوه او بیا ورپسې د ټاکنو په پایله کې د ښاغلي کرزي په دواړو دورو کې د افغانستان په دولتي اداره کې تر ډېره د علمي، مسلکي او فني بشري قوې خالګاه موجود وه، چې دغه تشه یې بیا د افغانانو پرځای په پاکستانيانو، چینیانو، هندوستانیانو او د ګڼو نورو هېوادونو په مسلکي کادرنو ډکه کړه، چې وروسته بیا د یادو هېوادونو دغو اتباعو په سیاسي او استخباراتي لحاظ افغانستان ته لوی زیان هم ورساوه.

په تېرو دوو لسیزو کې په کور دننه او بهر ماشاء الله ګڼشمېر افغانان په بېلا بېلو علمي او مسلکي برخو کې د میلیونونو ډالرو په لګولو سره وروزل شول، ځینو ته یې هېواد ته د خدمت کولو چانس برابر شوی وو، یو شمېر ته یې تازه  وطن ته د چوپړ کولو ویاړ ور په برخه کېده او ډېریو لا په دې هیله زده کړه کولې، چې یوه ورځ به د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي. خو د ټولو هیلې په دوحه کې د سولې د هوکړې په نوم د یوې نامالومې معاملې او د یوې ډلې د واکمنیدو په پایله کې له خاورو سره خاورې شوې.

له افغانستانه د دغې اوسنۍ جبري مهاجرې شوې بشري قوي څخه نه یوازې وطن ته د خدمت کولو چانس واخیستل شو بلکې د ګڼشمېر یې دمګړۍ په بهر کې وخت او انرژۍ هم ضایعه کېږي. که د ځان په مورد  در ته ووایم، ما په تېره شل کلنه دوره کې خپل ښوونېز مزل له ښوونځی پیل او په پوهنتون کې مې د لیسانس تر کچې ورساوه، چې له برکته یې ما په یوې نړیوالې معتبري رسنۍ کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله او خورا ښه ژوند مې درلود، ما هېڅکله له افغانستانه بهر د ژوند کولو په اړه تصور هم نه و کړی خو ارمان مې درلود چې لوړې زده کړې له هېواده بهر بشپړې کړم. په سلو رګو کې مې ولاکه یوه رګ لا ویل، چې زه دې د نظام د چپه کېدو، د تېرو شلو کلونو د بې شمېره لاسته راوړنو له لاسه تلو او د افغانستان د بایللو په بیه اوسنی حالت ولرم.

تاسو باور په خدای وکړئ، کله چې اورم او لولم، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په راپورونو کې راځې د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر نفوس د سهار، غرمې او ماښام پر دسترخوان د نس مړولو لپاره پوره ډوډۍ نه لري، خپله ګوله راباندې اور شي.

تاسو یې بې له قسمه ومنئ، کله چې نړیوالي رسنۍ ګورم زما د وطن هغه کیسه یې د خبرونو سرټکی وي، چې په افغانستان کې افغانان د ژوندي پاته کېدو لپاره پښتورګي خرڅوي او ان مېندې او پلرونه د څه وخت لپاره د نورو اولادونو د نس مړېدو په پار  یو اولاد خرڅ  کړی وي، اوس نو تاسو تصور وکړئ، چې دا به د غریبۍ او مجبورۍ کوم حد وي، چې یوه مور او پلار دې د خپل  زړه ټوټه د څو سوو ډالرو په مقابل کې خرڅ کړي. د خپلو وطنوالو په دغه کچه مجبور حالت ته په کتو به هغه کوم ډول انسان وي چې ناارامه نه شي او زړه و نه خوري.

د دې ترڅنګ طبیعت هم  په افغانستان کې افغان انسان ته په غوسه دی او په خپلو خونړیو زلزلو او سیلونو کې ساوې اخلي، څاروي یې ور وژني، کورونه او ځمکې یې ور ویجاړوي او په موسمي ناروغیو یې اخته کوي. تاسو باور په خدای وکړئ، کله چې دا هر څه وینم خپله یوه ګوله ډوډۍ را باندې زهر شي.

اوس نو تاسو فکر وکړئ، زه په نړۍ کې د دغسې یوه وطن مهاجر یم. زما د وطن او خلکو دغه حالت به ما څنګه ارام ته پرېږدي؟  ښه زه به دلته په نس مړ یم خو زما افغانان وږي دي، زه به دلته په تن پټ یم او سرپناه به ولرم خو افغانان مې په تن لڅ او بې سرپناه دي، زه او اولاد به مې دلته اینده ولرو خو افغانان او افغانستان راتلوونکی نه لري، زه او کورنۍ به مې اوس په یوه ارام او پرمختللي هېواد کې یو خو هېواد مې ناارامه او پرمختللی نه دی.

په افغانستان کې پاته ملګري او افغانان به د دغه لیک په لوستو شاید فکر وکړی، چې لالا! وطن دې په بده ورځ پرېښوی او اوس له مړې خټې لګیا یې، بابولالي وايي. دوی حق لري چې دغه ډول ذهنیت ور ته پیدا شي خو یوه خبره دغه ډول فکر لرونکو دوستانو ته کوم، چې په وجدان قسم خورم چې د دوی دغه ډول ذهنیت د ټولو مهاجر شوو افغانانو په اړه سم نه دی. افغانان ټول د یوه وجود غړي دي، که د وجود یوغړی ناارام وي نو ټول وجود ورسره په غداب وي. همدا مثال په لرې او برې نړۍ کې د مهاجر شوو ګڼو افغانانو هم دی. زه ډېری اوسني مهاجر شوي افغانان پېژنم، چې د افغانستان او افغانانو اوسني نه زغمېدونکي حالت ته په کتو یې، په بهر کې ژوند سره له ټولو ښېګڼو او اسانتیاوو سره غمجن او اندېښمن دی. شپې او ورځې یې د افغانستان او افغانانو په ذکر او فکر تېرېږي.

نو که خبره را لنډه کړم او په ایمان یې در ته ووایم، په دنیا کې هرڅه بدیل لري خو وطن بدیل نه لري، خپله خاورینه بدیل نه لري، خپل ولس بدیل نه لري او د خپل وطن مینه بدیل نه لري چې له بده مرغه ما د اوس لپاره دا هر څه بایلي دي.

بس هغه د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي خبره

هر څه که و موږ ته وطن ښکلی و

کب ته وي خوږې د سمندر اوبه

۰۳-۰۸- ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی