یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد افغانستان فضا کې د بې پیلوټه الوتکو زياتیدل؛د غزني په اندړو...

د افغانستان فضا کې د بې پیلوټه الوتکو زياتیدل؛د غزني په اندړو کې هم برید شوی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو وروسته د افغانستان په فضا کې د بې پیلوټه الوتکو د ګرځیدو د دوام خبرونه زیات شوي.

تازه، ځايي سرچينو ويلي،چې پرون مازیګر شاوخوا پنځه بجې او پنځلس دقیقې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ چاردېوال بازار ته څیرمه په سورکي سیمه کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

د سیمې خلک وايي، په دغه برید کې یو موټر په نښه شوی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې دا څه ډول موټر وو او څوک به په کې سپاره وو.

دغه خبر په خواله رسنیو کې هم ښکته پورته کېږي.

بل لورته بیا په غزني کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي دغه برید ردوي او وايي هیڅ داسې کومه پېښه نه ده شوې.

په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مولوي حبیب الله مجاهد ویلي دي چې دا هسې فیسبوکي اوازې دي.

د طالبانو له دوهم ځلې واکمنېدو وروسته په غزني کې دا دوهم ځل دی چې بې پېلوټه الوتکې بریدونه کوي.

له څه مودې راهيسې په نورو سيمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د ترسره کیدو ادعاوې کیږي،خو طالب چارواکي ېې نه تاییدوي.

اوړمه ورځ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار وويل،چې د افغانستان په فضا کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځیدو دوام د اندیښنې وړ ده او ښايي نور امريکا ضدې څېرې هم په نښه شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن او نورو چارواکو افغانستان ته له څرګندې اشارې پرته ویلي،چې په هر ځای کې به په اسانۍ او د ځواکونو له فزیکي حضور پرته یې د ترهګرو ډلو غړي او ملاتړي په نښه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب