دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د خپل مسلک ترڅنګ یو بل هنر هم زده کړئ

د خپل مسلک ترڅنګ یو بل هنر هم زده کړئ

 ښویالی شاه محمد بشیر

د هغه مسلک ترڅنګ چې تاسې په کې لوړې زده کړې کړي، مهمه ده، د هغې اړوند یو داسې مسلک هم زده کړئ، چې له مسلک سره مو څه ناڅه اړخ لګوي. یا داسې یو مسلک زده کړئ، چې پوهېږئ په زده کړه او عملي کولو کې یې وړتیا لرئ. 

یو چا په ادبیاتو کې زده کړې کړي، اړینه ده، چې راپور، سرلیکنه، مقاله… ولیکلی شي. که چېرې یې په دغه دوره کې نه وي زده کړي، کولای شي زده یې کړي، ځکه دا غیرتخیلي ژانرونه دي. هرڅوک یې کولای شي، په ډېر تمرین باندې یې زده کړي. یا نورې ژبې زده کړي، چې په هغه سره کولای شي ژباړه وکړي. د ژورنالیزم نه فارغ که په ویندویي کې مهارت لري؛ خو ممکن دی چې ورته دنده پیدا نشي، باید دی  ډېزاین برخه زده کړي، د کېمرې زده کړه وکړي. که هر برخه کې وړتیا ولري؛ نو د کار په پیدا کولو کې چانس ډېریږي. یوازې دېته باید لاس تر زنې نشي، چې زه له پوهنتون نه فارغ شوم باید دنده وکړم. په هغه برخه کې چې تا زده کړه کړې، دنده نه پیدا کېږي نورو برخو کې مهارت مه پورته کوه، امکان لري چې تر ډېر وخت پورې دنده پیدا نکړې.

د دې موضوع په پیل کې مو ویل چې مسلک ته نږدې برخو او یا هم هغه برخه کې زده کړې وکړه چې ورسره مینه او پکې وړتیا لرې. بدبختانه زموږ په هېواد کې ډېر د لوړو زده کړو فارغو کسانو نه چې پوښتنه وکړې، ولې دې دا څانګه ویلې؟ ځواب به یې دا وي چې د مور، پلار او کورنۍ خوښه مې وه چې زه باید دا څانګه ووایم. یا به وایي چې کانکور کې دغه څانګې ته بریالی شوم؛ نو مجبور وم چې وې وایم. یا د ټولنې عامو خلکو ته ګوري، چې دا څانګه ښه ده او دا ښه نه ده. کله چې له پوهنتون نه فارغ شي، خپل د وړتیا برخه وپېژني بیا افسوس کوي، چې کاشکې مې دغه څانګه لوستې وای. دا ډول کسانو ته مې وړاندیز دا دی چې د خپلې وړتیا او مینه اړوند څانګه کې لنډمهاله او که کېږي لوړې زده کړې وکړئ. هر هغه څوک چې د خپلې وړتیا او مینې په اساس یو څه زده کړي؛ نو ډېر پکې بریالی وي، لا پکې پرمختګ کوي. 

ډېر کسان دي، چې د خپل مسلک په پرتله په بل مسلک کې ډېر پیاوړي دي. په هغه برخه کې یې هېڅ رسمي زده کړې نه دي کړي؛ خو شخصي مطالعې او له دغه برخې سره یې مینې رسولي. ډاکټر صاحب محب الله زغم او ډاکټر صاحب احسان الله درمل، د رسمي زده کړو په لحاظ د طب ډاکټران دي، زده کړې یې پکې کړي، عملي کار یې پکې کړی؛ خو په ادبیاتو کې دومره پوهېږي چې ډېر د ادبیاتو فارغان خو څه کوې، هغه هم ورته نه رسیږي، چې د ادبیاتو تخلیق ګر ځان ګڼي. ډاکټر صاحب زغم په ادبیاتو کې داسې اثار تخلیق کړي، چې موږ په معاصره دوره کې پرې حساب کوو. له ډاکټر صاحب سره په تعلیمي نصاب کې څلور میاشتې همکار وم، د ده فکر، پوهې او نوښتونو ته مې چې کتل، ډېر کم خلکو لرو. هغه په تعلیمي نصاب کې د یونسکو له لوري د پښتو ژبې په برخه کې کار کاوو. د هېواد د تعلیمي نصاب په برخه کې داسې کار تر اوسه پورې چا نه ده کړی. کله کله به مې ځان سره ویل چې کاشکې ډاکټر صاحب رسمي زده کړې هم په ادبیاتو کې کړې وای، له ډېر به ځلېده؛ خو بیا به مې فکر ته دا خبره راغله چې ښه ده، په افغانستان کې یې ادبیات نه دي لوستي، ځکه دغه فکر او جرات چې اوس ورسره شته، دا به هم نه و. همداسې ډاکټر صاحب احسان الله درمل. ډاکټر صاحب درمل د اوس وخت یو له پیاوړو کره کتونکو څخه ده. له درمل صاحب سره له نږدې نه پېژنم؛ خو د هغه لیکنې او په یو دوه غونډو کې مې خبرې اورېدلي. داسې خوږې او پخې خبرې لري، چې ډېر ورته کوته په غاښ دي. شعرستان یې د ادبي فنونو، د شعر پر جوړښت لیکلی اثر دی، چې زما تر سترګو د شعر او فنونو په اړه داسې اثر نه دی راغلی. استاد غضنفر، منلی صاحب… په لسګونو نور کسان یادولی شو. تاسې هم د خپلې مینې برخې کې زده کړې وکړئ او هغه برخه مو پیاوړې کړئ.

ژوند کې ډېرې سړې او تودې راځي. په افغانستان غوندې هېواد او ټولنه کې خو بېخي ډېر ممکن دي. کېدای شې چې په ښه ځای کې د مسلک اړوند دې دنده وي؛ خو ورځ راځي، چې مجبوریت دې بل چېرته لېږي. یو چا راته کېسه کوله. د مهاجرت دوران کې مې په افغانستان کې ښه دنده درلوده، هېواد کې ګډوډي شوه، پېښور ته لاړم، کورنۍ مې هم راسره وه. کله چې څو ورځې تېرې شوې؛ نو د خوراک لپاره مو څه نه درلودل، هر څوک په لټه کې و، چې یو څه پیدا کړي او د دې لپاره دندې ته اړتیا و، زه چې خپل مسلک کې ښه تکړه وم او تجربه مې هم درلوده؛ خو داسې حالت و، چې زما زده کړو او تجربې ته اړتیا نه وه. د ښوونځي دوره کې چې زه زده کوونکی وم؛ نو کله کله به مې د پلار دوکان ته تلم او هلته مې له هغه سره په خیاطۍ کې مرسته کوله. کرار کرار مې هملته خیاطي زده کړه، څه ناڅه جامې مې ګنډلی شوې. د ښوونځي له فراغت وروسته مې هېڅکله به دغه برخه کې کار نه و کړی. کله چې  مهاجر شوم؛ نو اړتیا پیدا شو، د خیاطۍ هنر مې زده و، په خیاطۍ مې پیل وکړو، له دې لارې مې ډېر ښه عاید لاسته راوړو، ځان او کورنۍ مو ښه چاره پرې کېدله چې له څلور میاشتو وروسته مې خپله مسلک او تجربې اړوند د ګډوالو لپاره په یوې نړیوالې موسسه کې دنده پیدا کړه. د مسلک اړوند بل هنر زده کول داسې حالتو کې کاریږي.

برایان ټرېسي په خپل کتاب«غوره مشري» کې وایي: د هغو فعالیتونو په زده کړه پیل وکړئ چې پخوا مو نه وو زده؛ خو اوس ورته اړتیا لرئ. کومو مهارتوونو، وړتیاوو او زده کړو ته اړتیا لرئ، څو و کولای شئ په خپل کار کې بریا ترلاسه کړئ.

3 COMMENTS

  1. زه پنځوس کلن يم. په مسلک ډاکټر يم. په تېرو دريو کلونو کې مې د پښتو ژبې سره مينه جوړه شوه. شکر چې انټرنټ زده کړې ډېری آسانی کړې دي. دلته پر انټرنټ مې د پښتو ژبې ليکل لوستل زده کړل او د خپل لوغات ونډه مې ښه پراخه کړه. تر دې مخکې مې حال دا وه چې کله به مې پښتو ليکله نو د اردو په ليکدود مې ليکله. وس شکر دی چې داسې روانه پښتو ليکم چې پر ټولنيزو رسنيو د کوزې مخې ډېر پښتانه راته حيران دي. 😅
    نن سبا مې د کمپيوټر ساينس زده کړی ته پام شوی دی. همدغه موبايل زما ښوونځی او هم مې پوهنتون دی. هيله کوم چې ژر به خلقو ته ددې خبرې زيری ورکوم چې ما په کمپيوټر ساينس کې ماسټري ترلاسه کړه. 😅

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب