Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې په۶ميليونه افغانیو یو پل ترمیم او افتتاح شو

لغمان کې په۶ميليونه افغانیو یو پل ترمیم او افتتاح شو

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له بودجې او د قمر بنسټ په مرسته د لغمان په مرکز کې د ۶ میلیونو افغانیو په لکښت د ده زیارت پل د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې د دغه پل په جوړېدو سره ۱۵۰ کلي له مهتر لام ښار سره ونښلول شول.

اعلاميې نه دي مشخص کړي،چې د دغو پيسو څومره ېې ټولګټو چارو وزارت او څومره قمر بنسټ ورکړي.

د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره،په ډېرو هغو سيمو کې چې پخوا د دوی د نفوذ له کبله د بیارغونې چارې له خطر سره مخامخ وې، اوس وخت په وخت د ځینو رغنیزو پروژو خبر ورکول کېږي،چې خلک ېې هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...