پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته د نړيوالو د پاملرنې...

منظور پښتین د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته د نړيوالو د پاملرنې غوښتنه وکړه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په ایران، ترکېه او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته د نړيوالو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي:«‏د نړیوال قوتونو او ګاونډیانو په افغانستان کې د منفي لاسوهنې د لاسه افغانان مجبور شي چې خپل وطن پريږدي، خو له بده مرغه نورو هیوادونو کې هم دوی ژوند کولو ته څوک نه پریږدي.»

ښاغلي پښتین په دې پيغام کې زیاته کړې:یو خوا په ایران او ترکیې کې د افغانانو سره غیر اِنساني چلند کیږي او بل خواد چمن توخم وضعیت ټولو ته څرګند دی.

نوموړي د بشري حقونو له ټولو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې د افغانانو پر وړاندې د دغه ناروا او غیر انساني چلند خلاف غږ او ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې له ایران او ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د ناوړه چلند ځورونکي ویډیوګانې رسنیزې شوي دي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې، په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو لسګونه افغان سیاستوالو او دغه راز د بشري حقونو ادارو په دې اړه غږ نه دی پورته کړی.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ډاکټر صاحب منظور پښتون بلکل صحی خبرې کوي.
    ایکس-عمران خاین لا اوس هم پر ټي آې پي او ممکن پي ټي ټي او… افتخار کوي چی دا مو خپل خلک دي!!! مګر د خلکو اولاد په ګاوڼډیو تش په نامه اسلامي ملکونو او ټوله نړۍ کښې دربدر او خاورې په سر ګرځي.
    رابران او چارواکي ،پخواني او اوسني د خپلو کروړپټي،لاکه پټی، بیلیونري او ملیونری، ډیناری او ریالی، ډالری او روبلی!!!! اکوڼټونو په ډبلولو کې لکه فرعونیان ډوب دي ؛فارشیستان خو حتی د محرم الحرام حرمت ته هم نه ګوري. تورکي هم له یوروپین یونین په لپو لپو پیسې اخلی او پر عربی عیاشانو او بنی اسرایلو ېې لګوی.!!
    انقلاب! انقلاب!! ان نقلاب!!!
    له نجیبه تر نقیبه!! او تر اوسه اوتر قیامته!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب