شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ښځې غوره دي که نارینه؟| ژباړه: مبارز ځیرمن

ښځې غوره دي که نارینه؟| ژباړه: مبارز ځیرمن

ښځینه او نارینه نه یوازې په بیولوژیکي لحاظ، بلکې په رواني لحاظ هم متفاوت خلق شوي دي. د تاسې په فکر، خدای جل جلاله له دې دوو څخه کوم یو غوره پیدا کړي دي؟

د دې دواړو ترمنځ لاندې ذکر شوي یو شمېر توپیرونه ولولئ او بیا پرېکړه وکړئ:

  • د ښځینه و تشریفات خوښیږي، په داسې حال کې چې نارینه په کمه اندازه تشریفاتي دي.
  • ښځینه اړیکي پالونکي دي؛ نظر او ملاحظې ته ډېره علاقه ښیي او د درک او فهم ښه وړتیا لري. په داسې حال کې چې نارینه موخه پالونکي دي، عمل او ازمایلو ته ډېره ترجیح ورکوي او د دلیل او منطق د وړاندې کولو ښه وړتیا لري.
  • ښځینه په اسانۍ سره د خپل خاوند نفوذ پر ځان مني، خو نارینه د ښځینه و د نفوذ په وړاندې مقاومت ښیي.
  • د ښځینه و وېره تر غوسې ډېره ده، خو نارینه بیا د دې پر ځای چې ووېرېږي غوسه کیږي.
  • ښځینه هڅه کوي چې بچیان یې تل خوښ او راضي واوسي، خو نارینه غواړي خپل بچیان خپلواک او د خطر او سختیو په وړاندې کلک وروزې.
  • میندې له ټولو بچیانو سره په یوه اندازه مینه لري او د هغوی مینه تر ډېره بریده د بچیانو په اطاعت او استعداد پورې اړه نه لري. په داسې حال کې، چې په پلرونو هغه بچیان ګران وي چې خبره اوري او په اجتماعي، تحصیلي او حرفه ی برخه کې بریالي وي.
  • ښځینه د د ژوند د ملګري په ټاکنه کې ګڼ ابعاد لکه اقتصادي حالت، راتلونکې، ټولنیز، کاري او … موقف په پام کې نیسي، خو نارینه په دې برخه کې چټګ او سطحي فکر کوي.
  • د ښځینه و په څېره کې د خبرو پر مهال وېره، غوسه، تعجب، ارامتیا، اندېښنه او خوښي په اسانۍ سره ملاحظه کېدی شي، خو نارینه د اورېدلو پر مهال ارامه وي او په څېره کې یې ډېر تغیر نه لیدل کیږي.
  • ښځینه د ناراحتۍ او خفګان په صورت کې هیجاني کیږي او خپل احساسات نه پټوي، خو نارینه په دې صورت کې خپل احساسات کم یا بیخي نه ښکاروي.
  • ښځینه د خبرو، بحث او تاوېلو ماوېلو پر مهال منطقي مسائل د خپلو عواطفو او احساساتو پر مټ وړاندې کوي او د کلامي او غیرکلامي حرکاتو څخه ډېره ګټه پورته کوي. په داسې حال کې، چې نارینه په دې صورت کې پرته له دې چې خپل احساسات او عواطف ښکاره کړي، کولی شي منطقي وغږيږي.
  • په ټولنیز ژوند کې ښځینه مساوات خوښوي او له ځانه ډېره خواوخوږي، توافق او نرمي ښیي. په داسې حال کې، چې نارینه برتري خوښوي او په همدې موخه ډېره مبارزه کوي. نارینه د ښځینه و په پرتله ډېر متشدد او متجاوز وي او له ځانه خطناک او غیراحلاقي غبرګون ښیي.
  • ښځینه هغه وخت د بریالیتوب احساس کوي، چې د نورو له خوا تائید او تصدیق شي، خو نارینه هغه وخت خپل ځان بریالی او ارزښتمن احساسوي، چې خپلو موخو ته ورسږي او هغه وخت پر خپل ځان باور پیدا کوي، چې په چارو کې ځان بریالی ثابت کړي.
  • د ژوند په دوران کې، ښځینه ماضي نه هېروي او راتلونکي هم په پام کې نیسي، خو نارینه په اسانۍ سره ماضي هېرولی شي او راتلونکي ته ډېر پام کوي.
  • د ښځینه و په نظر شتمني او مالي مسائل ثابت او غیرفعال وي، د شته توکو او امکاناتو په ساتلو فکر کوي او خطر ته په اسانۍ غاړه نه ږدي. د دې برعکس، شتمني د نارینه و په نظر غیرثابته او فعاله وي. نارینه په پرلپسې توګه د نورې شتمنۍ او نورو بریالیتوبونو لپاره هلې ځلې کوي او خپلو موخو او ارمانونو ته د رسېدلو په موخه خطر ته غاړه ورکوي.
  • ښځینه له خبرو او مرکې سره علاقه لري او د ستونزو په بیان سره یې زړه ارامه کیږي، خو نارینه چوپتیا خوښوي او په یوازې ځان د ستونزو پر حل غور کوي.
  • ښځینه ښې اورېدونکي دي، خو نارینه ښه اورېدونکي نه دي.
  • ښځینه خپلې چارې په ارامه، تدریج او په یو ډول نرم، ظریف او … ډول سر ته رسوي، خو نارینه يې په نوساني ډول، خو اګاهانه، په شدیده، مطمئنه او قوي توګه سرته رسوي.
  • که له کومې ښځینه سره د مرستې وړاندیز وشي، نوموړې هغه د مینې او مهربانۍ له مخې ګڼي او په ډېر ګمان سره چې مني یې، خو نارینه بیا د مرستې وړاندیز د هغه د کمزوري ګڼلو په معنی اخلي، خفه کیږي پرې او د ځان لپاره یې یو ډول توهین ګڼي. حتی، کېدلی شي په هغې نیوکه وکړي او غوسه ښکاره کړي، ځکه هغه فکر کوي چې په یوازې ځان کولی شي له خپل مسؤولیته ووځي.
  • د ډېری ښخینه و لپاره خبرې او توافق د عاطفي او احساسي اړیکي وسیله ده او ښځه غواړي چې د ژبې له لارې له خپل خاوند سره اړیکه وساتي. برعکس، ډېری نارینه خبرې اترې د اطلاعاتو د تبادلې وسیله ګڼي. سړی غواړي چې د وجود له لارې له میرمنې سره اړیکه وساتي.
  • د ښخینه د خبرو مرکز د مغز په دواړو نیمو کرو کې دی او هغوی د خبرو پر مهال له دواړو نیمه کرو څخه ګټه پورته کوي، خو د نارینه و د خبرو مرکز یوازې د کیڼ لوري په نیمه کره کې دی او هغه هم د ښځینه و په نسبت کوچنی دی.
  • جینکۍ نسبت هلکانو ته ژر په خبرو راځي. تر ۳ کلنۍ پورې ۹۹ سلنه بشپړې خبرې کولی شي. برعکس، هلکان په ځنډ سره په خبرو کولو پیل کوي او تر ۴.۵ کلنۍ پورې د هغوی خبرې ۹۹ سلنه بشپړې وي.
  • ښځینه د اړیکو په ټینګولو او د ژبې په زده کړه کې تر نارینه و ښې دي. نارینه بیا د اړیکو په ټینګولو، غوږ نیولو او د ژبې په زده کړه کې تر ښځینه و ضعیفه دي.
  • د مغز د دواړو نیمه کرو ترمنځ اړیکه په ښځینه و کې تر نارینه و ۱۵ سلنه زیاته ده. په دې توګه، هغوی په یوه وخت کې د څو دندو د ترسره کولو ښه توانایي لري. (په یوه مجلس کې څو ښځینه په یوه وخت هم خبرې کولی شي او هم د یو بل خبرې اورېدلی شي). په داسې حل کې، چې په نارینه و کې د مغز د دواړو نیمه کرو ترمنځ اړیکه د ښځینه و په پرتله کمه ده. نارینه په یو وخت کې د څو مختلفو کارونو په ترسره کولو کې کمزوري دي. (د نارینه و په مجلس کې معمولاُ یو تن خبرې کوي او نور غوږ نیسي).
  • ښځینه استقرائی فکر لري او له جز څخه کل ته رسیږي؛ د ډېرې عاطفې او احساس غوښتونکي دي، په پرېکړه کولو کې زړه نازړه وي، د پرېکړه کولو لپاره لاډېرو معلوماتو ته اړتیا لري، خو په اسانۍ سره خپلې تېروتنې مني. نارینه بیا د قیاس له لارې له کل څخه جز ته رسیږي او د لا ډېرو معلوماتو غوښتونکي وي، چټکه پرېکړه کوي او ډېر کم کله خپلې تېروتنې مني.
  • ښځینه تر ډېره د اورېدلو تر تاثیر لاندې راځي او په یو چا مئینیږي. نارینه بیا د سترګو له لارې مئینیږي.
  • ښځینه ژوند ته مینه ورکوي، مینه د ښځینه و لپاره ټول ژوند شمېرل کیږي. هغوی د مینې احساس ته ډېر پام کوي، د مازوکیسم (ځان رنځولو) په ملتیا. نارینه بیا جنسي اړیکو ته ډېره توجه کوي، د سادیسم (د نورو رنځولو) په ملتیا سره. د نارینه و لپاره مینه د ژوند یوه برخه ده. نارینه په کار کولو مئینیږي او هغې ته مینه ورکوي.
  • د استروژن (د ښځینه و جنسي هورمون) تولید په ښځینه و کې د تشدد، تجاوز، د وجود د اظهار، رقابت … د کمښت سبب ګرځي او په نورو پورې تړاو ته علاقه زیاتوي. د تستروژن (د نارینه جنسي هورمون) تولید په نارینه و کې جنسي میل، تجاوز، تهاجم، رقابت، پر خپل ځان اتکا، تند حرکتونه او … پیاوړي کوي. د دې هورمون ډېر تولید نارینه تشدد، جنسي تجاوز، جنسي بدچلند، د رقابت حس، پر خپل ځان باور او موخو ته د رسېدلو لور ته هڅوي.
  • په ښځینه و کې جنسي میل تر نارینه و کم دی، ښځینه د نارینه زړه غواړي. په نارینه و کې بیا جنسي میلان ډېر دی او هغوی د ښځینه و جسم غواړي.
  • ښځینه جز لیدونکي دي، په ماهرانه توګه د غږ ظریفه اهنګ، ظاهري نښو، حالتونو او په څېره کې تغیراتو ته متوجه کیږي او له دې لارې په اسانۍ او چټکۍ سره د مقابل لوري په علایقو، فکرونو او روحیې رسیږي؛ د مقابل لوري دروغ او رښتیا خبرې په چټکۍ سره کشفوي. نارینه بیا کل لیدونکي دي او جزیاتو ته چندان پام نه کوي. په همدې اساس، د مقابل لوری احساسات او هیجانات په اسانۍ سره د هغه له څېرې نه شي درک کولی.
  • ښځینه د څېرو او نومونو په یاد راوړلو کې تر نارینه و ښې دي او د هغوی په پرتله کم څه هېروي. نارینه بیا د خلکو څېرې او نومونه نسبتاُ په اسانۍ سره هېروي او د ښځینه و په نسبت ډېر په الزایمر ناروغۍ اخته کیږي.
  • ښځینه په ځوانۍ کې مهربانې وي او په زړښت کې بدخلقه او ترخیږي. نارینه بیا په ځوانۍ کې تندخویه او ځان غوښتونکی وي، خو په زړښت کې مهربانه کیږي.
  • د (هاریس) مؤسسې د شمېرو له مخې یوازې ۷۶ سلنه میرمنو چمتووالی ښودلی چې له خپل اوسني خاوند سره واده وکړي. په داسې حال کې، چې ۸۷ سلنه متآهلو نارینه و ویلي چې که بیا ځلې یې واده کولی، چمتو و چې له خپلې اوسنۍ میرمنې سره واده وکړي.
  • په یوه ناکامه نکاح کې ښځینه د جدایۍ درد ډېر ژور احساسوي، خو دا چې اړیکي پالونکي دي، د یوازیتوب درد او د شخصي او د ګډ ژوند مسائل په اسانۍ سره له نورو خلکو سره شریکوي او دغه راز په ژړا سره خپل رواني فشار کموي. نارینه بیا په ګډ ژوند کې د ماتې احساس او د جدایۍ او یوازیتوب درد په شدید ډول احساسوي او سخت خفه کیږي، خو له جدایۍ وروسته نه ژاړي او د یوازیتوب درد په خپل زړه کې ساتي، ځکه خپل شخصي او د ګډ ژوند مسائل ډېر کم له نورو خلکو سره شریکوي. له همدې امله، کېدلی شي چې په روحي او رواني ناراحتۍ اخته شي او له خپل داخلي فشار د خلاصون په موخه نشه ی توکو، الکولو او نورو تسکینوونکو اعمالو ته مخه کړي او په ځینو ناروغیو اخته شي.

د ښځینه و او نارینه و له دې پرتلې څخه کېدلی شي دغه پایلې ترلاسه شي.

۱. ښځینه او نارینه د یو بل بشپړوونکي دي؛ د ښځینه و ځانګړتیاوې د نارینه و نیمګړتیاوې او د نارینه و ځانګړتیاوې د ښځینه و نیمګړتیاوې بشپړوي. په همدې اساس، که ښځینه او نارینه له یو بل سره همغږي شي، په ډېری مواردو کې ستونزي په لاډېر منطقي، عاقلانه او اصولي ډول حل کېدلی شي.

۲. کله چې میرمنه او خاوند د یو بل ځانګړتیاوې وبېژني او هغه قبولي کړي، د هغوی ترمنځ پیاوړې او ګټورې اړیکي ټینګیږي او مینه ورځ تربلې زیاتیږي.

 د ښځینه او نارینه و سلوکي چلند څخه خبراوی د ښځې او خاوند ترمنځ اړیکي غښتلې کوي، شخړې کموي او سکون زیاتوي.

۳. د میرمنې او خاوند ترمنځ د دایمي ستونزو او تاویلو ماویلو یو اصلي علت دا دی، چې نارینه ښځینه او ښځینه نارینه له ځان سره په یوه تله تلي. دا لکه سړی چې مایعات په متر او منسوجات په لیتر اندازه کوي. دغه ډول سنجس معمولاَ د کاذب تحقیر یا برترۍ باعث هم ګرځي.

۴. کله چې د ښځینه او نارینه و د ځانګړتیاوو خبره کیږي، نباید فکر وکړو چې د نارینه و ځانګړتیاوې تر ښځینه و غوره دي یا د دې برعکس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب