مازدیګر چې بار ته ورغی خلک نه و. ګارسون د بیرو ګیلاس د ده مخې ته پر چوبي میز کیښود، د شیشه اي ګیلاس د بیخ له ټک سره د بوډا سپینې وریځې پورته وغورځیدې. له ګیلاسه یې پرله پسې غوړپ وکړ د بیرو په ځګ یې د چخشکو دواړه خواوې ککړې شوې. پرته له دې چې خوله پاکه کړي لکه تندي پسې اخیستی سړی ګیلاس یې په سر واړاوه.
ګارسون د ده له مخې خالي ګیلاس واخیست ډک یې ورته راووړ. د پنځم ګیلاس له تشیدو وروسته یې پوښتنه ترې وکړه:
-بل ته هم اشتها لرئ
ده په رغوي ککرۍ کلکه کلکه وموښله. ګارسون ورته وویل:
-بس مو کړل
ده میز پر سوک وواهه، په تش رستورانت کې لور د لور د غږ ازانګه شوه. د بار څښتن له لرې غږ کړ:
-خیریت دی
بوډا ورپاڅید، په موټ کې یې چرموړلې پیسې ورته کیښودې. د رستورانت څښتن خپلې پيسې وګرځولې، پاتې یې د بوډا په جیب کې ورننویستې.
بوډا یو پلا میز تکیه کړ، بل ځل یې د چوکۍ پر تکیه لاس تکیه کړ او زانګه وانګه د کور په لور رهي شو. د کور ور چې یې پرانیسته کیلي په وره کې نه سمیده. په جیبونو کې یې ګوتې ووهلې. شاته یې وکتل لکه چې مرسته یې غوښته بیا یې کیلي په وره کې ننویسته، دا ځل ور خلاص شو.
د ناستې په خونه کې د شمو بوی و، د هغو شمو چې غرمه له هدیرې تر راګرځیدو وروسته اووه تنه نژدې دوستانو او خپلوانو یې د میرمنې په ویر کې ورسره د شراب څښلو پرمهال لګولې وې. د ویلي شویو شمو شاته یې د میرمنې پر عکس لاس تیر کړ. په یوه بوتل کې یې پاتې شراب پر سر واړول. عکس یې راواخیست د خوب په کوټه کې یې ځان پر تخت واچاوه، عکس یې پر بالښت کیښود، له څملاستو سره راپاڅید، یخچال ته ودرید، په یوه بوتل کې لږ بیر و، هغه یې ورسره راواخیستل. دباندې ووت. په کوڅه کې تپه تیاره وه. د بار په خوا ورغی. د بار ور یې کش کړ، بیا بیا یې کش کړ، په لته یې وواهه ور بند و. د بار له وره سره کښیناست.
پښې یې وغځولې پښې یې بیرته ورغونډې کړې، د باران څاڅکي پرې توی شول. نه پوهیده چې چیرته دی، بیا ورپه یاد شو چې کور ته لاړ شي، کور ته روان شو د خوب په کوټه کې یې د میرمنې عکس په دیوال کې پر پخواني میخ راځوړند کړ، عکس لاندې ولوید د عکس د ایینې کړنګ کړونګ شو، خو ده یې لکه چې غږ وانه وریده. اوږد وغځید، سرې سترګې یې سره ولاړې.
پراګ