Homeخبرونهصالح: پاکستان د ط په وسیله همداسې وږی او بې رهبره افغانستان...

صالح: پاکستان د ط په وسیله همداسې وږی او بې رهبره افغانستان غوښت

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا د ۲۳ میلیونه وګړو د سختې لوږې د اعلان په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي صالح پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې طالبانو او پاکستاني ملاتړو ته يې د ۲۳ میلیونه افغانانو لوږه، خپله فتحه ښکاري.

د صالح په وينا، پاکستان همداسې افغانستان غوښت، چې خلک یې وږي او اداره يې بې رهبره وي او دا خوب یې د طالبانو په وجود کې عملي شوی.

له دې سره خوا کې، دا مشهور طالب او پاکستان ضد سياستوال خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ده په خبره د طالبانو او پاکستان دا ظلم ډېر دوام نه کوي.

د ده په وينا، د پاکستان په ملاتړ د طالبانو جوړه شوې اداره دوام نه شي کولای، پاشل کیږي او پر ضد به یې ملي مقاومت زور واخلي.

طالبانو د امرالله صالح دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالب وياندويانو په عمومي ډول، خپل مخالفین شکست خوړلي ګڼلي او ترې غوښتي، چې افغانستان ته د عادي ژوند لپاره ستانه شي، خو که څوک یې پر ضد په کوم اقدام لاس پورې کړي، وبه ځپل شي.

نن د کندهار پخواني امنيه قومندان او د طالبانو په لاس د دې ولايت د وژل شوي مشهورې طالب ضدې څېرې جنرال عبدالرازق ورور تادين خان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو لخوا د مخکيني نظام د پلویانو زياتو شويو هدفي وژنو ته په غبرګون کې ويلي، چې پاکستان د طالب په لاس له داسې وژنو سره له ننګرهاریانو څخه د جلال اباد د تاريخي جګړې غچ اخلي.

ويل کيږي، چې په کندهار کې د تادين خان په مشرۍ هم د طالبانو خلاف وسله وال مقاومت پیل شوی.

طالبان تورن دي، چې د کندهار له نیولو وروسته يې، د تادین خان د قوم ( اڅکزیو) لسګونه مشران او ځوانان له جنرال رازق سره د قومي اړيکې په اساس وژلي، خو دوی دا تورونه ردکړي دي.

2 COMMENTS

  1. یوه ورځ به موږ ملت د خپل ولسواک نظام لپاره پاڅون کوو موږ د پخواني دولت چارواکي هم نه یو، خو دومره پوهیږو چې پاکستان عملا افغانستان د طالبانو په مټ اشغال کړی دی. او زموږ اقتصاد، سیاست، نړیوالې اړیکې، زده کړې، نورمال ژوند، او اوس عزت او هویت له منځه لاړ، اوس د دې نه وروسته ژوند بې مانا کیږي.. ان شاء الله د یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...