دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهايران دغه هېواد ته د احمد مسعود سفر تاييد کړ

ايران دغه هېواد ته د احمد مسعود سفر تاييد کړ

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د ايران د بهرنيو چارو وزارت تایید کړه، چې د طالبانو پر ضد د مشهور وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود دغه هېواد ته په سفر ورغلی و.

د دغه وزارت ویاند سعيد خطيب زاده ويلي، چې دا ډول سفرونه په عادي ډول د کابل اوافغان سياسي لوريو له خبرتيا سره تر سره کيږي.

ايران د احمد مسعود د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې هغه له ایراني چارواکو سره هم ليدلي کنه؟

نورو خبري سرچينو ويلي، چې احمد مسعود تهران ته د مشهور جهادي قوماندان اسماعيل خان د لیدو لپاره ورغلی و.

د راپورونو په حواله، احمد مسعود اسماعيل خان ته د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان پیغام ور وړی او هڅولی یې دی، چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د دوی د هڅو ملتیا وکړي.

اسماعيل خان ته نيږدې سرچينو منلې، چې احمد مسعود په ایران کې اسماعيل خان سره لیدلي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

اسماعيل خان ايران کې د يوې مرکې پر مهال ويلي، چې د احمد مسعود په نوښت د طالبانو پر وړاندې پیل شوی وسله وال مقاومت به مختلفو ولايتونو ته وغځيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب