یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي تاییدوي چې یو افغان ماشوم لا هم ورک دی

امریکايي چارواکي تاییدوي چې یو افغان ماشوم لا هم ورک دی

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۷ مه) یو افغان ماشوم، چې د اګست په نیمايي کې له ازغن سیم او کټارې ورهاخوا امریکايي پوځیانو ته سپارل شوی و، تراوسه نه دی موندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه دوه میاشتني ماشوم د موندلو هڅه کوي.

د ماشوم پلار میرزا علي احمد پخوا د امریکا د سفارت ساتونکی و.

میرزا علي احمد له خپلې ماندینې ثریا او څلورو نورو ماشومانو سره وروسته له دې له سمې لارې هوايي ډګر ته ننوتل چې خپل دوه میاشتنی ماشوم یې د کټارې له سره امریکايي پوځیانو ته وسپاره. خو مور و پلار تراوسه پورې خپل ماشوم، چې سُهیل نومېږي، نه دی موندلی.

میرزا علي احمد په انګلیسي نه پوهېږي او په پیل کې یې ترجمان ته ویلي و چې ممکن ماشوم د کابل د هوايي ډګر له بلې برخې په بله الوتکه کې وي یا ښايي قطر ته رسول شوی وي.

میرزاعلي احمد د کورنۍ له نورو غړیو سره د امریکا د ټکساس ایالت د فورټ بیلس پوځي اډې ته ورسول شو.

د کابل د هوايي ډګر له لارې د خلکو د ایستلو په ګډوډۍ کې یو شمېر نور ماشومان هم له خپلو میندو او پلرونو ورک شول خو نور موندل شوي او بېرته خپلو میندو او پلرونو ته سپارل شوي دي.

1 COMMENT

  1. الله پاک دې پیدا کړي، او مرسته دې ورسره وکړي. ځکه چې په مور او پلار به یې ډیره سخته تیریږي.. الله پاک دې په افغانانو خپل رحم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب