چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی ط مشرانو سره پخلا او په لومړي ځل کابل ته...

عباس ستانکزی ط مشرانو سره پخلا او په لومړي ځل کابل ته راغلی

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) راپورونه وايي، چې د طالبانو د سولې مذاکراتي ډلې مرستيال عباس ستانکزی له اوږده خپلمنځي مرورتیا څخه وروسته کابل ته راغلی دی.

عباس ستانکزی، د طالبانو په اعلان شوي رژیم کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ټاکل شوی، خو د دې ډلې له واکمنیدو سره په لومړي ځل اوس کابل ته راغلی دی.

ويل کيږي، چې نوموړی پر خپلې دغې دندې ناراضه دی.

عباس ستانکزی، د طالبانو په تېره دوره واکمنۍ کې هم د دوی د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال و.

ستانکزي له طالبانو سره د واک په سر خپله مرورتیا رد کړې وه، خو نه يې و ويلي چې ولې دا دومره موده په قطر کې و او هېواد ته نه ستنیده؟

عباس ستانکزی، په قطر کې د استوګنې باوجود هلته د طالبانو د مشرانو د سفرونو، ان د بهرنيو چارو وزير په لیدنو کې نه دی لیدل شوی.

معلومه نه ده، چې هغه د بهرنيو چارو وزارت په سياسي مرستيالۍ راضي شوی او که تر هغې مهمې بلې دندې ته غوښتل شوی او ورته راغلی دی.

په وروستيو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو د شدت، په خاص ډول د ملا برادر ډلې او حقاني شبکې د اختلافاتو د اوج ته رسیدو خبرونه ورکول کېږي.

طالبان ظاهرا داسې خبرونه ردوي، خو ځینې سرچینې يې دا اختلافات تاييدوي او د خطرناکو پایلو خبرداری یې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی