چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: سياسي مخالفينو ته د پخلاينې پیغامونه استول شوي

مجاهد: سياسي مخالفينو ته د پخلاينې پیغامونه استول شوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې خپلو سياسي مخالفينو ته يې پیغامونه لیږلي او ترې غوښتي، چې د جګړې پر دوام له ټینګار څخه لاس په سر او هېواد ته د ژوند لپاره ستانه شي ‌

مجاهد په یوه ټلویزیوني مرکه کې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د هغوی بلل په دې مانا نه دي، چې په قدرت کې به شریک کړل شي.

د هغه په وينا، نورو سياسي لوريو ځانونه ازمايلي او په نيږدې راتلونکي کې د دوی د سياسي برخليک په اړه بحث نه شي کیدای.

ذبيح الله مجاهد له نوم اخيستو پرته، خپل سياسي مخالفين مات شوي او ازمايل شوي وګڼل او جګړه يې د هیچا په ګټه ونه ګڼله ‌

طالب وياند د احمد مسعود په اړه وويل، چې هغه ته د سياسي مخالف پر ځای د يوه لوستي او هوښيار ځوان خطاب کوي او تمه لري، چې د شرايطو له درک کولو سره داسې څه ونه کړي، چې د پښېمانۍ وړ يې وي.

ذبيح الله مجاهد په پنجشير کې د طالبانو پر ضد د مقاومت خبرې رد او وويل، چې د مقاومت جبهه په عملي ډول موجوده نه ده او په دې اړه يوازې تبليغاتي خبرې کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت، دغه هېواد ته د طالب ضد مقاومت د یوې ډلې د مشر احمد مسعود د سفر خبر تایید کړ.

د یاد شوي وزارت وياند سعيد خطيب زاده وويل، چې دا سفر په عادي ډول د کابل د خبرتيا په موجوديت کې ترسره شوی دی.

ويل کيږي، چې احمد مسعود د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان پیغام په ایران کې افغان جهادي مشر اسماعيل خان ته رسولی، چې په افغانستان کې ګډه اجنډا ورسره مخته يوسي.

د تاجيکستان ولسمشر ويلي، چې هېواد یې په افغانستان کې مقاومت جبهې مرکزي رول پر غاړه اخيستی دی.

1 COMMENT

  1. هغه خره دي سي بيرته به راستنيږي ! دوۍ سي په بښنه برسيره يو سرتيری غريب وژني وايي د ملي بښنه ده هغه خو به ټول همداسي ووژني. د طالب په قسم او خبره سي څوک باور کوي هغه به جاهل وي. دوۍ په کليو کې بيګناه خلک وژني دا درواغجن منافق دي. لعنت الله علی الکاذبين.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب