چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، له طالبانو سره پر اوربند سلا شوی

پاکستان وايي، له طالبانو سره پر اوربند سلا شوی

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۷مه) د پاکستان د اطلاعلاتو او نشریاتو وزیر فواد چودري نن (دوشنبې) اعلان وکړ چې حکومت یې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره پر بشپړ اوربند موافقې ته رسېدلی دی.

پاکستاني ورځپاڼو د چودري په قول راپور ورکړی چې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند د سولې په هغو خبرو کې وشو چې له څه مودې راهیسې د افغان طالبانو په منځګړتوب روانې دي.

فواد چودري وویل چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د موقت حکومت په مرسته پیل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغان طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په منځګړتوب ترسره کېږي.

تېره میاشت د پاکستان صدراعظم عمران خان د ترکیې تلویزیون ته په مرکه کې ویلي و چې حکومت یې د طالبانو له ځینو ډلو سره په خبرو بوخت دی.

فواد چودري وايي، که د اوربند په ترڅ کې خبرو پرمختګ وکړ، د اوربند موده به وغځول شي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر په دې ټینګار وکړ چې دا خبرې د پاکستان د اساسي قانون پر اساس کېږي او هیڅ راز خبرې د دغه قانون ورهاخوا ممکنې نه دي.

د پاکستان حکومت مخکې له طالبانو غوښتي و چې تر خبرو مخکې باید وسلې پر مځکه کښېږدي.

جیو نیوز وايي چې د پاکستاني طالبانو له لوري مفتي نور ولي د خبرو مشري په غاړه لري.

دغه تلویزیوړن ته د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې اوس لا ډېر وختي دی چې دوی خپلې وسلې پر مځکه کښېږدي خو د پاکستان حکومت منلې چې طالب بندیان به خوشي کوي.

1 COMMENT

  1. دغو خلکو پخواهم آی اس آی ته کار کاوو او اوس یی هم کوی. همداسی سراج الدین خکانی او ډله یی ټول د آی اس آی عسکر دی. خکانیان په اسلام آباد کی مسلح ګرځی او هلته کورونه لری هغوی اوس له ناتوانه او بی وسو ملایانو څخه کار اخلی هغوی استعمالوی ورځ تر بلی افغانی هویت له منځ وړی. الله دی دوی ورک کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب