چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي د ترویکا له غونډې سره هممهاله اسلام اباد ته ځي

امیرخان متقي د ترویکا له غونډې سره هممهاله اسلام اباد ته ځي

تاند(سې شنبې/ د عقرب۱۸مه) د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي روانه اوونۍ اسلام اباد ته ځي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې امیرخان متقي به له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

خو امیرخان متقي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې اسلام اباد د پنجشنبې په ورځ د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې او پاکستان د درې اړخیزې غونډې کوربه دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې امیرخان متقي هم د پنجشنبې په ورځ، چې د نوومبر ۱۱ مه ده، پاکستان ته په دوه ورځني سفر ځي.

دا به له کله چې طالبان د اګست په ۲۵ مه نېټه واک ته رسېدلي دي، اسلام اباد ته د امیرخان متقي لومړنی سفر وي.

سره له دې چې اسلام اباد ظاهراً د طالبانو تر ټولو نژدې دوست هیواد دی، د طالبانو حکومت یې تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندلی خو رسماً یې طالبانو ته ویلي چې خپل دیپلوماتان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته واستوي.

ګومان کېږي چې امیرخان متقي به د اسلام اباد د سفر په لړ کې د امریکا او روسیې له استازو سره هم وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب