چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهط: د هند غونډه په نیک نیت تر سره کيږي، ملاتړ يې...

ط: د هند غونډه په نیک نیت تر سره کيږي، ملاتړ يې کوو

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان په اړه د هندوستان په کوربه توب د ترسره کيدونکې غونډې ملاتړ کړی او د ښو پايلو هيله يې څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې دا غونډه که څه هم د دوی له بلنې پرته تر سره کيږي، خو د ښه نيت له مخې بلل شوې ده.

د طالب وياند په وينا، د سیمې هېوادونه به ټوله کې دې پایلې ته رسیدلي، چې د افغانستان او امنیت د‌ دوی او سیمې په خير دی او په دې برخه کې به ټول خپلې هڅې کوي.

د هندوستان په کوربه توب د افغانستان په اړه سیمه ییزه غونډه سبا د‌ سیمه ییزو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه تر سره کیږي.

پاکستان او چين په دې غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

مخکې روسیې او ایران هم د افغانستان په اړه ورته غونډې جوړې کړې وې، چې یوازې روسیې پکې د طالبانو پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب