چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهلږترلږه ۲۵ ماشومان په اندراګاندذي روغتون کې له خوراځواکۍ مړه شوي

لږترلږه ۲۵ ماشومان په اندراګاندذي روغتون کې له خوراځواکۍ مړه شوي

تاند (سې شنبې/ د عقرب ۱۸مه) په کابل کې د یوه روغتون کارکوونکي وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې د خوارځواکۍ له کبله ۲۵ ماشومان مړه شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کابل د ماشومانو په لوی روغتون کې د ماشومانو د مړینو شمېر ښيي چې د خوارځواکۍ بحران په افغانتسان کې څومره اغېز کړی دی.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ وویل، د هغو افغانانو شمېر چې د سختې لوږې په شرایطو کې دي، ۸ ملیونه او ۷ لکو ته رسېدلی دی.

د دغه پروګرام د اجرايي رييس ډیوید بیسلي په وینا دا یو ناورین دی.

د ډاکترانو په وینا، کله چې په اندراګاندي روغتون کې وضعیت داسې وي، په نور افغانستان کې به څه حال وي په تېره بیا هغوی چې نه ډاکتر او نه روغتون ته د رسېدو توان لري.

ډاکتر صلاح الدین صالح اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، د ده روغتون ته په تېرو دوو میاشتو کې په وروړل شویو ماشومانو کې لږترلږه ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د دغه روغتون له ډاکترانو رانیولې تر نرسانو او نورو پورې په تېرو درو میاشتو کې معاش نه دی ترلاسه کړی.

د اسوشیتید پریس اژانس پر اساس، د امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته د افغانستان اقتصاد په ډراماتیک ډول مخ په خوړ روان دی.

وېره ده چې راتلونکی ژمی د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بد ژمی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب